تازه خبرونه
په کابل کې زورواکي ۸۳ میلیون افغانۍ پوروړي دي- د برښنا شرکت
آریانا نیوز ته رسیدلي اسناد ښيي، چې په کابل کې شاوخوا څلوېښت زورواکي، اوسني او پخواني حکومتي چارواکي له څو کلونو راپدیخوا د برښنا شرکت ۸۳ میلیون افغانۍ پوروړي دي.
د برښنا شرکت په پوروړیو کې د ولسمشر له لومړي مرستیاله نیولې بیا تر نورو زورواکو، یو شمېر پخواني او اوسني حکومتي لوړ پوړي چارواکي شامل دي.
یاد اسناد ښیي، چې درې اتیا میلیون افغانۍ له زورواکو او چارواکو سره دي، چې له کلونو راپدیخوا یې برښنا شرکت ته ندي سپارلي.
مشترک عبدالرشید 50.104.479 افغانۍ پوروړی دی، چې ګته ترې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم پورته کړې.
مشترک محمد ابراهیم 4.834.953 افغانۍ پوروړی دی، چې ګته ترې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم پورته کړې.
مشترک محمد شریف 1.204.000 افغانۍ پوروړی دی، چې ګته ترې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم پورته کړې.
مشترک سیمع الله 39.882 افغانۍ پوروړی دی، چې ګته ترې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم پورته کړې.
56.183.836 افغانۍ د ولسمشر د لومړي مرستیال د کور او میلمستونونو پور دی.
مشترک کرتار سنگه 1.590.963 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې د ولسمشر سلاکار حاجی الماس پورته کړې ده.
مشترک کرتار سنگه 3.993.363 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې د ولسمشر سلاکار حاجی الماس پورته کړې ده.
5.584.326 افغانۍ د ولسمشر د سلاکار حاجي الماس پوری، نوموړي خپل پور په قسط کړی دی.
مشترک خالد 145.704 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې د اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله ساتونکي پورته کړې ده.
مشترک نوروز علی 1.028.534 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې د کورنیو چارو وزارت ستر پاسوال پورته کړې ده.
مشترک گل آقا 495.006 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې د سرحداتو وزیر ګل آقا شېرزي پورته کړې ده.
مشترک حامد 111.587 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې د اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله سلاکار پورته کړې ده.
مشترک میرولی 26.185 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې د ملي دفاع وزارت یو لوړپوړي کارکوونکي پورته کړې ده.
1.807016 افغانۍ د ګل اغا شېرزي په ګډون د حکومتي چارواکو پور دی.
مشترک دین محمد 1.459.462 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې جنرال جرات پورته کړې ده.
مشترک جلندر سنگهـ 142.850 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې جنرال جرات پورته کړې ده.
مشترک محمد نادري 195.137 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې د جنرال جرات یو کارکوونکي پورته کړې ده.
1.797.432 افغانۍ د جنرال جرات او کارمندانو پور دی.
مشترک د ښاروالۍ د ای بلاکونو د دهلیز 1.058.114 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه پورته کوونکی یې قاری سمیع زورګوی دی.
مشترک د ښاروالۍ ۷ بلاک 411.300 افغانۍ پور پرې پاتې دی، چې ګټه ترې قاري بمیع زورګوي پورته کړې ده.
مشترک د ښاروالۍ ۵ بلاک 119.145 افغانۍ پور یې پاتې دی، چې ګټه ترې قاری سمیع زورګوي پورته کړې ده.
مشترک د ښاروالۍ ۲ بلاک 463.903 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې قاری سمیع زورګوي پورته کړې ده.
مشترک د ښاروالۍ لومړی بلاک 250.531 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې قاری سمیع پورته کړې ده.
د برېښنا شرکت د پورونو په نوملړ کې پر قاري سیمع زورګوي 2.302.993 افغانۍ پور دی، چې دوی یې زوراکی بولي.
مشترک ریال سنګهـ 1.5593685افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې زمرت پلورونکي کرمشاه زور ګوی پورته کړې ده.
مشترک نور حبیب 1.008.784افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې جهادي قومندان پورته کړې ده.
مشترک سید مقصود 455.045 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې زور ګوی پورته کړې ده.
مشترک جان احمد 1.204.000 افغانۍ پوروړی دی او ګټه ترې قومندان جان احمد پورته کړې ده.
مشترک د آریا ښارګوټی ۳۶ واحد ۳۱ بلاک 127.276 افغانۍ پور دی، چې ګټه ترې شرین آقا پنجشیري زور ګوی پرته کړې ده.
مشترک اجمل باقیداری 66.144 افغانی استفاده کوونکي پسر جنرال نوروز.
3.690.986 افغانۍ په نورو زرواکو او څو جهادي قومندانانو پور دي
مشترک محمد اعظم باقیدرای 1.866.702 افغانی استفاده کوونکي مهمان خانه رووف ابراهیمی رییس مجلس نمانیدگان.
مشترک محمد انور باقیدرای 615.463 افغانی استفاده کوونکي عضو مجلس نمایندگان
مشترک محمد اکبر باقیداری 1.274.152 استفاده کوونکي عضو مجلس نمانیدگان
مشترک محمد اکبر باقیدرای 254.456افغانی استفاده کوونکي عضو مجلس نمانیدگان
مشترک محمد عرفان باقیداری 200.618 افغانی استفاده کوونکي عضو مجلس نمایندگان
مشترک سهراب باقیداری 26.405 افغانی استفاده کوونکي خواصی عضو مجلس نمایندگان
مشترک عبدالله باقیدرای 47.546 افغانی استفاده کوونکي خواصی عضو مجلس نمایندگان
مشترک عبد الباعث باقیداری 1.100.428 افغانی استفاده کوونکي لالی حمید زی عضو مجلس نمایندگان
مشترک علی احمد باقیداری 139.550 افغانی استفاده کوونکي عضو مجلس نمایندگان
مشترک محمد حکیم باقیداری 116.240 افغانی استفاده کوونکي ایوبی عضو مجلس نمایندگان
3.159.395 د ولسي جرګې یو شمیر غړي پور وړي دي چې یو میلیون یوازې د ولسي جرګې د رييس عبدالرووف ابراهیمي د میلیمستون له درکه دي.
مشترک منور سنگه مبلغ باقیداری 966.669 افغانی استفاده کوونکي برادر مارشال فهیم است
مشترک هری سنگه باقیداری 212.405 افغانی استفاده کوونکي برادر مارشال فهیم
مشترک محمد یعقوب باقیداری 137.138 افغانی استفاده کوونکي داماد مارشال فهیم
مشترک محمد زبیر باقیداری 666.171 افغانی استفاده کوونکي شوهر خواهر مارشال فهیم
مشترک محمد عثمان باقیداری 341.762 افغانی استفاده کوونکي پسر کاکای مارشال فهیم
2.324.145 افغانۍ د مارشال فهیم په ورور، زوی او اوښي باندې پور دي.
مشترک کرتار سنگه باقیداری 474.296 افغانی استفاده کوونکي معین پیشین وزرات مواد مخدر
مشترک راجن سنگه باقیداری 658.983 افغانی استفاده کوونکي شهردار پیشین پنجشیر
مشترک یاسین باقیداری 89432 افغانی استفاده کوونکي جنبش روشنایی
مشترک واحد 10 بلاک 4 شهرک آریا 222.735 استفاده کوونکي رییس دفتر حامد کرزی
مشترک واحد 37 بلاک 15 شهرک آریا 87.870 افغانی استفاده کوونکي سناتور زلمی زابلی
مشترک عبدالرزاق باقیداری 269.120 افغانی استفاده کوونکي دفتر حزب آقای انوری
مشترک سید حسین باقیداری 544.983 افغانی استفاده کوونکي منزل سید حسین انوری
مشترک محمد امان باقیداری 134.704 افغانی استفاده کوونکي منزل سید حسین انوری
مشترک شیر علی باقیداری 232.377 افغانی استفاده کوونکي منزل سید حسین انوری
له نشه يي توکو سره د مبارزې پخوانی مرستیال، د پنجشیر پخوانی ښاروال، د جنبش روشنايي دفتر، د حامد کرزي د دفتر ريیس ، سناتور زلمی زابلی او د سید حسین انوري په میلیمستون 2.708.500 افغاني پور پاتې دي.
له دې سربیره یو شمیر دولتي اداري، حکومتي چارواکي او زورواکي هم شته چې تر اوسه یې د برېښنا پور نه دی پرې کړی.
یو شمیر زورواکو چې ژمنه یې کړې وه په څو پړاوونو کې به خپلې پیسې پرې کوي، ژمنې یې نه دي پرځای کړي.
په کابل کې یو شمېر زورواکي د برښنا شرکت، دري اتیا میلیون افغانۍ پوروړي دي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ