عاجل خبرونه

په هرات ولایت کې یو کس د قتل په تور ونیول شو

(Last Updated On: اګست 27, 2018)

د هرات پولیسو یو کس د قتل په تور نیولی دی.

د هرات پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي، چې  د هرات ښار د اتمې امنیتي حوزې پولیسو تېر ماښام دغه کس د تېښتې په حال کې نیولی دی.

ښاغلی ولي زاده زیاته کړې، چې تېره ورځ دغه کس د انجیل ولسوالۍ د شیخ احمد کهدوستاني د ښارګوټي په اړوند سیمه کې د یوه ځوان سر پر چاړه پرې کړی و.

نیول شوي کس خپل جرم منلی او د پېښې انګیزه یې شخصي دښمني ګڼلې ده.

هرات د هېواد یو له نسبې امنه برخمن ولایت دی؛ خو د دغه ولایت خلک په ښارونو کې ترور او وژنو اندېښمن کړي دي.

About Ariana News

Check Also

په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت …