عاجل خبرونه

په کابل ښار کې د برښنایي تذکرو د وېش لومړنی مرکز پرانیستل شو

(Last Updated On: May 12, 2018)

د برښنایي تذکرو د وېش لړۍ له ارګه را ووته او اوس خلک کولی شي له ارګه بهر د کابل ښار په څلورمه کارته کې هم دغه تذکرې واخلي.

وړاندې له دې ولسمشر اشرف غني، د هېواد لومړۍ میرمن، د ملي شورا د دواړو جرګو رییسانو او دولتي چارواکو برښنایي تذکرې اخیستې وې؛ خو اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او ځینې نور سیاست وال له دې چارې سره مخالفت کوي.

د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې ویاند روح الله احمدزی وایي، پر ټولو هېوادوالو به د برښنایي تذکرو وېش شاوخوا له ۳ تر ۵ کلونو وخت واخلي.

ښاغلی روح الله احمدزي زیاته کړې؛ د هغو کسانو امنیت خوندي دی، چې د برښنایي تذکرو د اخیستو لپاره دې مرکز ته ورځي.

د برښنایي تذکرو د وېش لړۍ یوه جنجالي پروسه ده، چې څو ځله یې د پیل ژمنې شوي؛ خو اوس، چې د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او ولسمشر اشرف غني تر منځ یې د وېش په اړه اختلاف شته، معلومه نه ده، چې دغه لړۍ به کوم لوری خپل کړي.

About Ariana News

Check Also

ملي شورا به په راروانه اوونۍ کې پرانستل شي

(Last Updated On: April 23, 2019) ټاکنڅارې ډلې او کارپوهان وایي؛ تر هغې، چې د پاتې …