تازه خبرونه
په کابل کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسیدو مخکې وژل شوی
د کابل پولیسو ویلي؛ د دوشنبې پر ورځ( د غویی ۱۷) له غرمې مخکې یوولس نیمې بجې یو ځانمرګی بریدګر، چې غوښتل یې ځان د پولیسو د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د نوي ښار په پارک کې د وینې ورکولو بهیر ته ورسوي او په سیمه کې پر راټولو شویو مدني فعالانو او خبریالانو چاودنه وکړي، خو هدف ته له رسیدو مخکې یې چاودنه وکړه.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي زیاته کړې، چې په پېښه کې خپله ځانمرګی وژل شوی او عامو خلکو ته زیان نه دی رسیدلی.
شاهدان وايي، چې بریدګر هڅه کوله د خبریالانو منځ ته ځان ورسوي او هلته چاودنه وکړي، خو هدف ته ونه رسید.
په سیمه کې یو خبریال ویلي، چې له برید وروسته ګڼ شمېر سرتېري او امنیتي مامورین سیمې ته راغلل او د پيښې پلټنه یې پیل کړه. په برید کې هیچا ته زیان نه دی اوښتی.
یو مدني فعال وویل، چې: هېوادوال مو، چمتو ول، چې امنیتي ځواکونو ته وینه ورکړي. په خواشینۍ، چې دوی بیا وغوښتل خبریالان او عام وګړي په وینو کې لت پت کړي؛ خو بریدګر وپېژندل شو او د مرګ و ژوبلې مخه ونیول شوه.
پولیس وايي، چې دوی په سیمه کې کلکې پلټنې کولې او بریدګر له وېرې هدف ته له رسیدو مخکې په ځان پورې تړلیو چاودیدونکیو توکو ته چاودنه ورکړه.
د کابل له جنايي جرمونو سره د مبارزې ريیس محمد سالم الماس په ډاګه کړې، چې: د خیمې په لس مترۍ کې پولیسو پلټنه کوله؛ خو سیمې ته له رارسیدو مخکې پولیسو وپېژانده او موخې ته ونه رسید.
په دې وروستیو کې پر خبریالانو بریدونه ډېر شوي؛ تېره اوونۍ د کابل په شش درک سیمه کې د خبریالانو په منځ کې د ځانمرګي برید له کبله د نهه خبریالانو په ګډون له شل ډېر ولسي وګړي ووژل شول.
خبریال: باعث حیات
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ