Connect with us

تازه خبرونه

په کابل کې د کار ملي نندارتون جوړ شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، چې د اتیا شرکتونو په ګډون دغه نندارتون به له خلکو سره مرسته وکړي، چې د کار موندنې مهارتونه تر لاسه کړي.

د افغانستان څه کم نیم وګړي د فقر تر سرې کرښې لاندې اوسیږي او د هرې ورځې پر تېریدو د بې روزګاره کسانو په شمېر کې هم زیاتوالی راځي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولینو د کار د نړیوال سازمان پر مرسته د کار ملي نندارتون پرانیست.

د بابر په بڼ کې دغه نندارتون د کارګرو او د کار د خاوندانو تر منځ د اړیکو برابرولو ته زمینه برابروي او کارګران د بازار له غوښتنو سره سم ځانونه سمبالوي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي: بیکاري زمونږ ستره ننګونه ده؛ حکومت او خصوصي سکتور باید کاري زمینې برابرې کړي.

د کار ملي نندارتون ته ګڼ شمېر هغه کسان راغلي وه، چې زدکړې یې کړي؛ خو دندې ورته نه پیدا کیږي.

فاطمه نومې وایي: درې کاله کیږي، چې پوهنتون مې پای ته رسولی؛ خو تر دې دمه مې کار ندی موندلی.

اکبر نومی وایي: دولت ناکامه دی؛ د کارکولو لپاره زرګونه کسانو زدکړې کړي، خو اوس هم بیکاره دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین هم هڅې کوي، چې کاري فرصتونه رامنځته کړي او د بې کارۍ دا لوړه کچه راټيته کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال لعل اریوبي وایي: دغه راز نندارتونونه د بیکارۍ کچه راټیټولی شي. مونږ هم هڅه کوو، چې د بیکارۍ ننګونه له منځ یوسو.

د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د کار پر شرایطو برابر یو اعشاریه نهه میلیون وګړي بېکاره دي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!