عاجل خبرونه

په هرات کې له ۲۰ ډېرو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: April 10, 2018 1:35 pm)

د هرات ولایت سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د دې ولایت د چشت شریف په اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو په نښته کې ۱۵ طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې دغه پېښه تېره شپه د چشت شریف په سربیشه کلي کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې نښته کې یو امنیتي پولیس او یو بل اربکی وژل شوي او د امنیتي ځواکونو څلور سرتېري ټپیان دي.

ښاغلي جیلاني فرهاد زیاته کړې؛ طالبانو هڅه کوله، چې په دې ولسوالۍ کې د سلما بند ډاډمن امنیت له منځه یوسي، خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.

طالبانو  د دغې پېښې په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

چشت شریف د هرات ولایت یوه ناامنه ولسوالي ده، چې له اړوند سیمو څخه تل امنیتي ځواکونه ګواښل کیږي.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …