عاجل خبرونه

په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پر خلاف پوځي عملیات نه کوو- سرتاج عزیز

(Last Updated On: February 24, 2017)

vlcsnap-2017-02-24-14h27m31s106

د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز په ډاګه کړې، چې هېواد به يې په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پر وړاندې پوځي عملیات ونه کړي.

ده د افغان ولسمشر هغه غوښتنه هم رد کړه، چې ګواکي پاکستان دې د وسلوالو طالبانو د چارواکو پرخلاف ګامونه پورته کړي.

سرتاج عزیز ویلي، چې اوس هم باید د خبرو لار غوره شي.

د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز ویلي، چې د وسلوالو طالبانو پر خلاف د افغان دولت څوارلس کلنه جګړه ناکامه ده.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ بیا وايي، چې جګړه د پاکستان له خوا پر افغانستان تپل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د روستیو ناامنیو پر لامل دغه هېواد له افغانستان سره د تورخم او چمن ترانزیتي لارې له یوې اوونۍ راهیسې  تړلي او په پنجاب کې یې د افغانانو ځورول، نیول او بېوسه کولو عملیات پیل کړي دي.  

About Ariana News

Avatar

Check Also

د حیرتانو دوه لارې ته نږدې د راغورزیدلې چورلکې په پېښه کې ۸ کسان وژل شوي

(Last Updated On: October 15, 2019)چارواکو ویلي؛ نن مازیګر د ملي اردو یوه چورلکه د …