Connect with us

تازه خبرونه

په حکومتي ادارو کې فساد ډېر او سیستماتیکه بڼه لري

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

له فساد سره د مبارزې او څارنې په برخه کې دوه فعال بنسټونه خبرداری ورکوي، چې فساد د پخوا په پرتله ډېر شوی او په حکومتي ادارو کې په بېلابېلو بڼو محسوسیږي.

که له یوې خوا ملي وحدت حکومت له اداري فساد سره د ګړندۍ مبارزې ټټر وهي؛ نو له بلې خوا ځينې مسوولې ادارې خبرداری ورکوي، چې فساد کم شوی نه دی، بلکې د ډېریدو او پراخیدو په حال کې دی.

 له اداري فساد سره  د مبارزې د شبکي غړی خان زمان امرخېل وايي، چې د حکومت په لویو تړونونو کې د ملي پانګې پر تالاترغۍ کیدو سربېره عادي افغانان اړ دي، چې دولتي ادارو ته هر کال میلیاردونه افغانۍ بډې او رشوت ورکړي.

د نوموړي په وینا؛ په نظام کې اوس هم مفسدي کړۍ شته او دغه کړۍ حتا تر اجرائیه ریاست او جمهوري ریاست پورې یې ريښې غزولې دي.

د افغانستان د شفافیت او څارنې بنسټ غړی ناصر تیموري وايي، چې که څه هم د ملي وحدت حکومت د کار په لومړیو کې  له فساد سره د مبارزې ګټور ګامونه اوچت کړل؛ خو د وخت پر تېریدو فساد بېرته ریښې وغزولې.

هغه زیاتوي؛ مونږه په لومړیو کې ولیدل، چې له مفسدینو سره د مبارزي لپاره ځیني اداري جوړې شوې؛ خو څومره، چي هیله کيده پایلي هغسې نه وي.

له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې ویاند عبدالقهارفرخ سیر د فساد ستونزه نه رودوي؛ خو وايي، چې دولت ورسره ګړندۍ مبارزې ته ژمن دي.

د نوموړي د وین له مخې ؛ د نظام په ځینو برخو کې ستونزې شته مو نږه يي نه رودوو، خو حکومت په تمامه معنا د مبارزې اراده لري او له دي پد یدي سره د مبارزې ځواکمنه اراده لري.

د فساد په وړاندي د اداري مسوولین په د اسې حال کې له فساد سره د مبارزې خبرې کوي، چې له تېرو لس کلو نو راهیسې د افغانستان پر حکومت د نړیوالو او کورنیو بنسټونو نیوکې دي، چې له فساد سره په مبارزه کې پاتې راغلی او په دې وروستیو کې نړیوالو مرستندویانو خپلې مرستې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې له پرمختګونو سره مشروطې کړې هم دي.

خبریال: اسلم حجاب

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!