په سمنګان کې يوه ۱۷ کلنه نجلۍ د خپل پلار لخوا وژل شوې

(Last Updated On: January 4, 2020)

د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ویلي، چې تېره نیمه شپه د دې ولایت د مرکز ایبک په چرمګرۍ کلي کې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ چی خالده نومیده د خپل پلار د ښکاري توپک پر ډزو وژل شوې ده.

د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالمنیر رحیمي زیاته کړې، چې د نجلۍ وژونکی پولیسو نیولی او په لومړنیو څېړنو کې یې خپل جرم منلی دی.

د هېواد په شمال کې سمنګان ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې کله نا کله په کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښې ډېرې رامنځته کیږي.  

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

د بغلان ـ کندوز پر لویه لار طالبانو د پلټنې پوسته جوړه کړې

(Last Updated On: February 16, 2020) د بغلان ـ کندوز پر لویه لار د پلخمري …