عاجل خبرونه

په رومانیا کې زرګونه کسانو د خپل حکومت پرضد مظاهره کړې

(Last Updated On: August 12, 2018 2:05 pm)

زرګونه لاریونکوونکي، چې پرون شنبه د بوخارست ښار په مرکزي څلور لاري کې د خپل هېواد بېرغونه لېږدول؛ د حکومت بدلولو غوښتونکي شول.

هغوي وايي، چې حکومت په قوانینو کې داسې بدلون راوستی، چې په مالي درغلیو کې د ښکېلو کسانو څارنه او له هغوی سره قانوني چلند ګرانوي.

په رومانیان کې له دې یوه ورځ مخکې په مظاهره کې د تشدد راپور ورکړ شوی و.

چارواکي وايي، چې د جمعې پر ورځ د اعتراض کوونکیو او پولیسو ترمنځ په نښتو کې ۴۴۰ ژوبل کسان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي وه، چې ۲۰ یې د مظاهرو ضد پولیس ول.

ګڼ کسان د صدراعظم او د هغه د سوسيال ديموکرات ګوند د استعفى غوښتنه کوي، چې له ډیسمبر راهيسې يې حکومت په لاس کې دى.

د رومانیا ولسمشر کلاسو یوهانیس، چې د خپل هېواد د چپ اړخې مقننه قوې له سختو منتقدانو دی، له مظاهره چیانو سره د پولیسو چلند ظالمانه بللی دی.

له دې مخکې د اوړمې ورځې په لاریونونو کې ٥ لکه کسانو برخه اخیستې وه.

About Ariana News

Check Also

په بلخ کې له ۹ ورځني ځنډ وروسته د ټاکنو کمیسیون ور خلاص شو

(Last Updated On: September 23, 2018 2:19 pm) په بلخ کې د لوی ملي ائتلاف …