تازه خبرونه
په حکومت کې محدودو کړیو هېواد له ستونزو سره مخ کړی- همایون همایون
د ولسي جرګې د لومړي مرستیالۍ څوکۍ ته نوماند وایي؛ په حکومت کې محدودو کړیو هېواد له ستونزو سره مخ کړی او قومي مسایلو ته لمن وهي، چې دوام به یې ستر کړکیچ را منځته کړي.
د شنبې پر ورځ(د کب ۱۹) په ولسي جرګې کې د اداري پلاوي ټاکنې وشوې، چې دوه مرستیالان او دوه منشیان معلوم شي. لومړي مرستیالۍ ته همایون همایون، نذیر احمدزي او عبدالرحیم ایوبي ځانونه کاندید کړي وه.
د ولسي جرګې د اداري پلاوي کاندیدانو خپل پروګرامونه او ژمني د ولسي جرګې غړیو ته څرګند کړل.
د ولسي جرګې د لومړي مرستیالۍ څوکۍ ته نوماند همایون همایون وایي، که څه هم له حکومت سره دښمني نه لري؛ خو په خبره یې په حکومت کې محدودې کړۍ شته، چې ډېرې ستونزې یې را ولاړې کړي او د خلکو په منځ کې هم تضاد ته لمن وهي.
د ولسي جرګې د لومړي مرستیالۍ لپاره نوماند نذیر احمد زي ویلي، چې د هېواد دښمنان هڅې کوي، چې په افغانستان کې خیر او یووالی وننګوي؛ زه به د قومونو ترمنځ ملي یووالی پیاوړی کړم.
دغه راز سید علي کاظمي او غلام فاروق مجروح د ولسي جرګې د دوه یم مرستیالۍ څوکۍ ته ځانونه نوماندان کړي وه. عبدالقادر ځاځی او عبدالرووف انعامي د منشي څوکۍ ته نوماندان ول، عرفان الله عرفان په ډاګیزه رایه اچونه کې بیا د دوه یم منشي په توګه وټاکل شو؛ خو ولسي جرګې د اداري پلاوي نورو کاندیدانو ته د رایو صندوقونه کېښودل.
د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وایي، د لومړي مرستیالۍ لپاره یو نوماند هم پنځوس جمع یو رایه ، چې ۱۱۱ رایې کیږي تر لاسه نکړې او له درې کسانو څخه دوه کسو، چې لوړې رایې تر لاسه کړې دي؛ دوه یم پړاو ته به ودریږي.
په پای کې د لومړي مرستیالۍ څوکۍ ته ټاکنې دوه یم پړاو ته ولاړې، چې ښاغلی همایون همایون او نذیر احمدزی به په کې بیا سیالي کوي، سید علي کاظمي او غلام فاروق مجروح، چې د دوه یمې مرستیالۍ څوکۍ ته نوماندان ول؛ ونه توانېدل، چې رایې تر لاسه کړي او د ولسي جرګې د کورنیو دندو د اصولو له مخې، نوي نوماندان به ځانونه ثبتوي.
خبریال: رفیع صدیقي
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ