عاجل خبرونه

په جوزجان کې د فرانسویانو او ازبکانو په ګډون۲۶ داعشیان وژل شوي

(Last Updated On: January 2, 2018)

د جوزجان پولیس وایي، د ۷ فرانسویانو او ۴ ازبکانو په ګډون ۲۶ داعشیان د دغه ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د هوایي برید موخه ګرزیدلي دي.

د جوزجان د پولیسو قومندان فقیر محمد جوزجانی وایی؛ د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې، چې پر سردره او القاني کلیو تر سره شوي، د اووه فرانسویانو ۴ ازبکانو په ګډون ۲۶ داعشیان وژل شوي دي

د جوزجاني په وینا؛ قاري ضیا مشهور په شجاع، یعقوب مشهور په فدایي او د داعش قاضي شیخ نومی هم په وژل شویو کسانو کې شته.

نوموړی په دې برید کې د ۲ ملکي وګړیو وژل کیدل مني او وایي، چې د عامو وګړیو د تلفاتو په اړه بشپړ معلومات نشته.

د شاهین ۲۰۹ قول اردو د مطبوعاتو د څانګې مرستیال نصرت الله جمشیدي وایي، په وژل شویو کې دوه بهرنیان او پېنځه د داعش کلیدي غړي دي، چې په کې قاري شجاع هم شته.

هغه زیاتوي، په بریدونو کې شل داعشیان سخت ټپیان شوي هم دي.

ځینو سرچینو ویلي، چې په دې بریدونو کې قاري حکمت هم وژل شوی؛ خو د قوش تیپې ولسوال امین الله وایي، قاري حکمت پر تېښته بریالی شوی او ویل کیږي، چې په قوش تیپه ولسوالۍ کې پټ دی.  

د شاهین قول اردو د مسوولینو په وینا، په درزاب کې له یوې مودې راهیسې پر داعشیانو هوایی بریدونه روان ساتل شوي دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د بې بایو متریک رایو تر باطلیدو هیڅوک ټاکنیزې پایلې اعلامولی نشي- حکمتیار

(Last Updated On: November 19, 2019)د سولې او اسلامي عدالت د ټاکنیزې ډلې مشر ویلي، …