په شېر خان بندر کې سوداګریز فعالیتونه په ټپه دریدلي

(Last Updated On: دسمبر 21, 2017)

په کندوز کې سوداګر وايي، له تېرو ۵ ورځو څخه د افغانستان ـ تاجکستان سوداګریزه لار تړل شوې او دواړو خواوو ته زرګونه موتر بند پاتې دي.

د کندوز د سوداګرو د ټولنې رییس سید مجتبی هاشمي د تاجکستان پولیس پړ بولي، چې د شېرخان بندر لویه لار یې له افغانستان سره تړلې ده.

نوموړي یې د علت په اړه څه نه دي ویلي.

د تخار والي ویاند نعمت الله تیموري د پولیسو لخوا د لارې د بندیدو علت امنیتي ګڼي او وایي، چې نوي عیسوي کال۲۰۱۸ کال ته څو ورځې پاتې دي او بل څه د لارې د بندیدو علت نشي کیدی.

شېرخان بندر د تاجکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزه لار ده، چې شمالي ولایتونو ته ډېر توکي له همدې لارې راځي او له دې درکه هره ورځ افغان سوداګرو ته شاوخوا سل زره امریکایي دالر زیان اوړي

شېرخان بندر له تاجکستان سره افغانستان نښلوي.

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …