عاجل خبرونه

په افغانستان کې د القاعدې د یوه قومندان په ګډون۸۰ کسان وژل شوي

(Last Updated On: December 05, 2017 1:25 pm)

د افغانستان ملي امنيت ریاست په ډاګه کړې، چې  د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو، ملي اردو او د پرېکنده ماموریت په ګډو عملیاتو کې، چې د غزني، زابل او پکتیا ولایتونو پر اړوند سیمو تر سره شوي د القاعدې ډلې د يو مهم  مشر عمر خطاب په گډون ۸۰ وسلوال وژل شوي؛  ۲۷ يې  نيول شوي او پېنځه  قرارگاه وې یې له منځه وړل شوې دي.

د ملي امنیت ریاست  د خبرپاڼې له مخې؛  د القاعدې  يو  مشر عمر خطاب  مشهور په عمر منصور  په افغانستان کې د دالقاعدې  ډلې  تر ټولو مهم  کس و، چې له منځه یوړل شو.

د ملي امنیت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په وژل شويو کسانو کې د القاعده لوړپوړي قومندانان خرم کیاني، حسن حمزه، جنید او نور هم شته.

خپلواکو سرچٍينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان امنيتي سرچینې وايي، القاعده شبکې له ۲۰۱۵ کال وروسته د افغان دولت پر ضد په جګړو کې له وسلوالو طالبانو سره هر اړخیزې مرستې کوي.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …