عاجل خبرونه

په افغانستان کې ورځ تر بلي د جرمي اقتصاد کچه مخ په پراخیدو ده

(Last Updated On: October 31, 2017 5:44 pm)

د افغانستان د بېړنیو  مرستو او پراختیا موسسه وايي، چې په افغانستان کې ورځ تر بلي د جرمي اقتصاد کچه مخ په پراخیدو ده.

د افغانستان د بېړنیو مرستو د پراختیا موسسې مسوولینو د مدني ټولنو یو شمېرغړیو ته د جرمي اقتصاد په اړه سمینار جوړ او په اړه یې هر اړخیزې ستونزې او حل لارې په ګوته کړې.

د افغانستان د بېړنیو مرستو د پراختیا موسسې رییس عزیز بهیر له حکومته غواړي؛ د هغو کړیو ، چې ناقانونه کیندنو، د ځوانانو قاچاق او د نشه یي توکو کر او ودې ته خلک هڅوي مخه په بيړه ونیسي.

د ځوانانو چارو مرستیال چې په دغه سمینارکي برخه درلوده له دغه بنسټ سره همغږي نه لري؛ خو د جرمي اقتصادی پر شتون اندېښنه څرګندوي.

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارومرستیال کمال سادا ت وایي،  د پخوا په پرتله په افغانستان کې د انساني قاچای او جرمي اقتصادی کچه را ټیټه شوې؛ خو پر شتون یې اندېښمن یم .

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي؛ ټول هغه فعالیتو نه، چې له قانون سره په ټکر کې وي لکه د کانونوغیرقانوني استخراج، انساني قاچاق، دنشته یی تو کو کښت، قاچاق او تولید دا ټول د جرمي اقتصاد یوه برخه ګڼل کیږي، چې ټولنه پرې زیانمنه کیږي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …