عاجل خبرونه

په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان د صنعتي ودې لپاره کارندی شوی

(Last Updated On: August 07, 2017 7:45 pm)

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې مسوولین وايي، په تېرو پېنځلس کلونو کې د صنعت  د ودې لپاره هیڅ کارندی شوی.

د افغانستان د صنایعو او د کانونو د خوني د مدیره پلاوي غړی سخي احمد پیمان وایي، په تېرو پېنځلسو کلونو کې په لسګونه میلیارد دالرد نړیوالو له خوا د مرستو په نوم  ولګیدې؛ خو د کورنيو تولیداتو او صنعت په وده کي ترې ګټه پورته نشوه.

نوموړی زیاتوي، چې د صنعت د ستونزو د حل لپاره به اوس په خپلواک ډول خپل کارونه تر سره کوو.

د هغه په وینا؛ د صنعت د خوني په جوړیدو مو ستونزې کمي شوي او غواړو، چې د هېواد شرایطو ته په کتو نوې پالیسۍ جوړې کړو

د صنایعو او کانونو خونې د عامل پلاوي رییس رحیم الله سمندر وایي، د ځمکو نشتون، د برښنا کمښت، د مالیاتو لوړوالی، د خامو توکو د تعرفې ټیټیدل، د پانګوالو او د پانګونې ځایونو د امنیت ټینګښت د صنایعو او کانونو د خونې غړیو اصلي غوښتنې تشکیلوي او له حکومت څخه غواړي، چی په دې برخو کې ورته پاملرنه وکړي.

د هغه د وینا له مخې، د کورني تو لید په پراختیا او وده  کې دغه د صنایعو او کانونو خونه اغېزمنه ثابته شي او د خپلو ستونزو د حل لپاره به طرحې حکومت ته وړانډې کړو.

د کانونو او صنایعو خونې په یوولس مادو کې ملي وحدت حکومت ته خپلې ستونزې وړاندې کړي، چې له حل کیدو سره به يي کورني تولیدات له اوسني بحران څخه ویستل شي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …