په غور ولایت کې دوه طالب قومندانانو ته سره له ملګرو مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: جولای 23, 2017)

په غور ولایت کې دوه طالب قومندانانو هر یو مولوي معراج هلمندی او مولوي رحمت الله هجرت ته له خپلو یو شمېر ملګربو سره مرګ و ژوبله اوښتې ده.

طالب لوړپوړی قومندان مولوی معراج هلمندی د غور ولایت په پساوند ولسولۍ کې  امنیتي ځواکونو وژلی دی.

دغه راز په همدې ولسوالۍ کې یو بل طالب قومندان مولوي رحمت الله هجرت پرهوایي برید ټپي شوی او ۵ ملګري یې وژل شوي دي.

دغو دوه لوړپوړیو وسلوالو قومندانانو د یادې ولسوالۍ پر امنیتي پوستو په بریدونو کې لاس درلود.

په دې پېښو کې افغان امنیتي او ملکي وګړیو ته زیان نه دی رسیدلی.  

About Ariana News

Check Also

اترا له مخابراتي شرکتونو غوښتې، چې د خپلو ګډونوالو خوښې ته پاملرنه وکړي

(Last Updated On: فبروري 21, 2019) د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې( اترا) له مخابراتي شرکتونوغوښتي، …