Connect with us

تازه خبرونه

په خوست کې د ۴ ولسوالیو تړل شوې لویې لار خلک له ستونزو سره مخ کړي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په خوست کی د نړیوالو ځواکونو همکارو سرتېرو د څلور ولسوالیو عمومي لار تړلې او خلک یی له ستونزو سره مخ کړي دي. دا لوی سړک په خوست کي د امریکایي ځواکونو پوځي هډې ترڅنګ تېر شوی دی.

شاوخوا دوه میاشتې کیږي، چې د خوست ښار ختیځ ته د امریکایانو چف مین نظامي اډې ترڅنګ څلور ولسوالیو ته غزیدلی سړک، له بهرنیانو سره همکارو افغان کمپاین ځواکونو له لوري تړل شوی او هیڅ ډول تګ او راتګ پرې نه کیږي.

د خوست ولایتي شورا یو شمېر غړیو د دې سړک په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه.

د خوست ولایتي شورا غړی عبدالولي  واحدزی وایي، ولس سخت په ستوونزو کې دی او د دې سړک تړل کیدل نور ورته د زغملو نه دي.

د خوست د ولایتي شورا غړی قمرعلي لکڼوال وايي، په دې کار د صبریو، باک، علیشېرو، ځاځي میدان ولسوالیو او شمل او لکڼو سیمې اوسیدونکیو د تګ راتګ لار تړل شوې ده.

دوی خبر داری ورکوي، چې که دا سړک بېرته خلاص نه شي؛  دوی به پراخ لاریونونه وکړي.

په خوست کی مدني فعال صاحب ګل  فرهاد وایي، چې د دې لارې تړل کیدو خلک له سختو ستوونزو مخ کړي او که خلاص نه شي؛ نو د ولس او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کیدی شي.

دا لار له هغې وروسته تړل شوې، چې په تېرو څو میاشتو کې له امریکایانو سره پر همکارو افغان کمپاینرو ځواکونو څو ځانمرګي بریدونه وشول.

ویل کیږي، دا لار هم د امنیتي اندېښنو له امله تړل شوې ده.

د خوست په یاده پوځي هډه کي میشتو نړیوالو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو د  خوست ولایتي چارواکي په دې هڅه کې دي، چې د څلور ولسوالیو د خلکو لپاره پر بله بدیله لار فکر وکړي.

خبریال: فریدالله ظاهر

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!