تازه خبرونه
په افغانستان کې دې ښکېلې خواوې سولې ته د رسیدو لپاره هڅې وکړي – ملګري ملتونه
ملګرو ملتونو ټولنې په افغانستان کې له ښکېلو لوریو غوښتي، چې سولې ته د رسیدو لپاره ګډې هڅې پیل کړي.
د افغانستان پر اوسنی حالت ملګري ملتونه اندېښمن شوي او ټینګار کوي، چې ښکېلې خواوي باید ناندرې ودروي او سره یو موټي شي، چې سوله او ثبات رامنځته شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتریش ویلي؛ شته ننګونو ته په کتو اړتیا ده، چې ملي اجماع جوړه او هراړخیزې هڅي تر سره شي.
نوموړی وایي؛ دا د هرچا په ګټه ده، چې سولې ته د رسیدو لپاره له هر فرصت کار واخلي، لومړی د سولې هوکړې ته لاسرسی پیدا کړي بیا په افغانستان کې ثبات ته د رسیدو شرایط برابر کړي. اوس پوهیږو، چې ستونزې، ننګوني او سترې اندېښنې شتون لري او دا د هرچا په ګټه ده، چې د سولې د تضمین لپاره هره ممکنه لار وکاروي.
له ده سره جوخت عبدرب الرسول سیاف د عبدالله او غني ترمنځ د کنګل اوبه کولو لپاره منځګړیتوب ته رادانګلي او ناتو هم وایي؛ له هغې لوري ملاتړ نکوي، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتیدو ته لمن وهي.
د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي؛ عبدرب رسول سیاف او حامد کرزي له ولسمشر غني سره کتلي دي.
استاد سیاف ته نږدي کسانو ویلي، چې هغه منځکړیتوب ته رادانګلي، چې د غني او عبدالله د اړیکو کنګلونه مات کړي.
سپیدار ماڼۍ هم له عبدالله سره د ښاغلي سیاف او حامد کرزي د لیدنې انځورونه خپاره کړي دي.
د ارګ د څرګندونو له مخې؛ ولسمشرۍ ماڼۍ د سولې لپاره پروګرام لري او مرکچي پلاوی یې جوړکړی؛ خو دا پلاوی سیاسیون نه مني؛ ځکه دوی د ګوندونو او سیاسي ډلو ټپلو ونډه د سولې په مذاکراتو کې له پامه غورځولې ده.
ویل کیږي سیاسي ناندریو د سولې پر بهیر سیوری غوړولی تر دي بریده، چې ناتو ته یې هم اندېښنې رامنځته کړي دي.
په افغانستان کې د ناټو ملکی استازی نیکولاس کې ویلي: آرامتیا، خبرې او روغه د ټولو سیاسي مشرانو لخوا لازمه ده. ناتو له ټولو ښکېلو خواوو غواړي، چې د سولې بهیر او ملي یووالی لومړیتوب لري. مونږ د هیڅ لوري له هغو کړنو څخه، چې تاوتریخوالی زیات کړي؛ ملاتړ نکوو.
د تاوتریخوالی د کمې د روانې اوونۍ په پای کې که ارزونې مثبتې وې؛ د فبروري پر ۲۹ د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک کیږي او دوه اوونۍ وروسته به د افغانانو خپلمنځي خبرې پيل شي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی24 hours ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ