تازه خبرونه
په تېره یوه لسیزه کې له اقینې بندر څخه ۱۷۹ میلیون افغانۍ غلا شوي
آریانا نیوز ته رسیدلي سندونه ښيي، چې له دیارلس سوه ۱۳۹۲ لمریز لیږدیز کال څخه تر ۱۳۹۸ پورې یو سل و نهه اویا میلیون افغانۍ او څلور سوه یو څلوېښت زره دالر تالا ترغۍ شوي دي.
د دغو افغانیو او دالرو پر غلا د اقینې بندر د خدمتونو پخوانی امر تورن دی، چې په ناقانونه توګه یې په اندخوی کې د ملي بانک له څانګې ایستلي دي.
آریانا نیوز د فاریاب ولایت له اقینې بندر څخه د میلیونو افغانیو او سلګونه زره دالرو د غلا اسناد تر لاسه کړي دي.
حبیب الله نومی، چې د دیارلس سوه دوه نوییم لمریز کال څخه تر اته نويیم پورې د دغه بندر د خدمتونو امر و؛ تر دیارلس سوه دري نوي کال پورې یې څه کم یو سل و اتلس میلیون افغانۍ په اندخوی کې د ملي بانک له څانګې په ناقانونه توګه ایستلي دي.
حبیب الله تورن دی، چې هر کال یې له دې بندره سلګونه زره افغانۍ غلا کړي دي.
آریانا ته د رارسیدلیو اسنادو له مخې؛ حبیب الله له دیارلس سوه څلور نوي څخه تر اته نويیم پورې د اقینې بندر له عوایدو څخه دري پنځوس میلیون او پېنځه سوه زره افغانۍ له بانکه ایستلي دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ویلي؛ د فاریاب ولایت استناف محکمه د قضیې د روشانه کولو لپاره نوموړی جاب کړی؛ خو تر دې دمه هغه یادې محکمې ته حاضر شوی ندی. هر کله ، چې نوموړي حاشر شو؛ قضیه به یې وڅېړل شي.
په مجموعي توګه د اقینې له بندر څخه په تېرو لس کلونو کې یو سل و اته اویا میلیون افغانۍ غلا شوي دي.
له بلې خوا د سوداګرۍ وزارت اسناد هم ښيي، چې د اقینې بندر له عوایدو څخه څلور سوه یو څلوېښت زره دالر هم شخصي جیبونو ته لویدلي دي.
په یوه بل سند کې هم راغلي، چې د اقینې بندر له امر سره د جوړجاړې له مخې دیارلس میلیون افغانۍ او درې سوه دوه نوي زره دالر د خدمتونو د ادارې له عوایدو څخه هم غلا شوي دي.
د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي څرګنده کړې؛ هغه کس، چې پر فساد او ناقانونه کړنو تورن دی؛ سیمه ییزې ادارېکشفي، عدلي او قضایي بنسټونو ته ورپېژندلی دی او مونږ هم په دې تمه یو، چې د اړوند ادارو لخوا پرې قانون پلی شي.
د اقینې بندر د خدمتونو اداره دولتي ده، چې د مالونو د کښته کولو، بارولو او د مالونو د ساتلو دندې لري.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
نړۍ20 hours ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ