عاجل خبرونه

په افغانستان کې د اسلامي ترکستان د ګوند وسلوالو اندېښنې را پارولي

(Last Updated On: December 6, 2019)

د ولسي جرګې یو شمېر غړيو ویلي، چې د اسلامي ترکستان ګوند ډېري جنګیالي د چین ایغور مسلمانان دي، چې له القاعده سره نږدې اړیکې لري او د افغانستان په شمال کې هڅې کوي.

د افغانستان په شمال کې د چین د ایغور مسلمانانو د وسلوالو انځورونو اندېښنې راپارولي، چې ورسره د افغان پوځ وسلې او پوځي موتر دي او په غرنیو سمیو کې پوځي تریمنات تر سره کوي.

په انځورونو کې ښکاري، چې د دغې وسلوالې ډلې له جنګیالیو سره ماشومان هم شته.

د ولسي جرګې غړی بشیر احمد ته ینج ویلي، چې د دغو وسلوالو هڅې پټې ندي او غواړي، چې په غرنیو برخو کې مرکزونه جوړ کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امنیتي او دفاعي ځواکونه د دوی له هڅو خبر دی؛ خو دا، چې ولې یې مخه نه نیسي مونږ ته د اندئښنې وړ ده.

د ترکستان د اسلامي غورځنګ وسلوال له القاعده سره تړاو لري، چې په سوریه کې هم فعال پوځي حضور لري.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي زیاته کړې، چې د ختیځ ترکستان کم شمېر وسلوال د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې فعال دي.

تازه د دغو وسلوالو داسې تصویرونه خپاره شوي، چې د افغان پوځ وسلې او پوځي وسایط ور سره دي.

تېر کال هم دغې ډلې د افغان پوځ د ځينو وسایطو تصویرونه خپاره کړل، چې دوی تر لاسه کړي وه. تر ډېره ګومان دا دی، چې دغه ډله د افغانستان په بدخشان ولایت کې فعاله ده.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د نظام الدین قیصاري پر کور عملیات د محکمې له سند پرته تر سره شوي – پلاوی

(Last Updated On: January 23, 2020)په بلخ کې د نظام الدین قیصاري پر کور په …