عاجل خبرونه

په دنده کې له قانونه سرغړوونکي به شکایتونو کمیسیون ته وروپېژندل شي

(Last Updated On: November 16, 2019)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پرېکړه کړې؛ دارالانشا به د هغو کارکوونکیو نوملړ د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته واستوي، چې په دندو کې یې له قوانینو سرغړونه کړې ده.

که څه هم له تېرې اوونۍ راپدیخوا په ولایتونو کې د ولسمشریزو ټاکنو د مشکوکو محلونو د رایو بیا شمېرنه ځنډیدلې؛ خو اوس د ټاکنو خپلواک کمیسیون پرېکړه کړې؛ د ټولو هغو کارکوونکیو نوملړ به د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته واستوي، چې د دندې پر وخت یې له قوانینو سرغړونې کړې دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند عبدالعزیر ابراهیمي ويلي، چې سرغړوونکي به د رایو د بیا شمېرنې په بهیر کې ونډه ونلري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له هغو کارکوونکیو پر وړاندې، چې بایو متریک ماشینونه یې ورک شوي او د پایو په فورمو کې پر لاسوهنو تورن دي؛ قانوني کړنې تر سره شي.  

د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې اوس خبرې روانې دي، چې څه ډول د رای ورکوونکیو وروستی شمېر اعلان کړي او له کومو لارو کولی شي، په ولایتونو کې د مشکوکو محلونو رایې بیا و شمېري.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رييس حبیب الرحمن ننګ وايي؛ دوی د کمیسیون لارښوونې ته په تمه دي، چې څه وخت د رایو بیا شمېرنه پیل کړي.

د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره دوه ځلې نېټې و ټاکل شوې، چې وروستۍ هغه یې د لړم پر درویشتمه وه؛ خو کمیسیون ونه توانید، چې پایلې اعلان کړي. اوس هم نده معلومه، چې لومړنۍ پایلې به څه وخت اعلانیږي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په حکومت کې د فساد سترې دوسیې څېړل شوې ندي

(Last Updated On: December 10, 2019)د افغانستان رونټیا څار بنسټ څرګنده کړې، چې د پخواني …