عاجل خبرونه

په افغانستان کې د ناتو ماموریت پر روان ساتلو هوکړه شوې-نیکولاس کي

(Last Updated On: October 26, 2019)

په افغانستان کې د ناتو ملکي استازي نیکولاس کې ویلي، چې په افغانستان کې به د ناتو ماموریت روان وي؛ ځکه، چې د ناتو د دفاع وزیرانو پرې هوکړه کړې ده.

په بروکسل کې د ناتو دفاع وزیرانو له غونډې وروسته په افغانستان کې د ناتو ملکي استازي ویلي، چې ناتو له یوې خوا له افغان ځواکونو سره د ملاتړ ژمنه تازه کړه او له بلې خوا یې په افغانستان کې خپل ماموریت له شرایطو سره وتاړه.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ناتو په غوڅه توګه په افغانستان کې د خپل ماموریت پر روان ساتلو سلا کړې او ماموریت به یې دوامداره وي.

ښاغلي کي په ډاګه کړې، چې د ناتو د مشق او تمرین، ملاتړ او سمبالولو ماموریت به د دې لپاره روان وي، چې افغانستان بیا د سخت دریځو ډلو پر مرکز بدل نشي.

دا ماموریت به تر هغې روان وي، چې شرایط زمونږ له هیلو سره برابر شي.

طالبان بیا له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو سرتېرو پر وتو ټينګار کوي. که څه هم د امریکا او طالبانو د سولې خبرې په ټپه دریدلي؛ خو اوس تازه داسې هڅې پیل شوي، چې دغه خبرې بیا پیل شي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې د یوې ډوډۍ وزن له ۲۲۰ ګرام څخه ۱۸۰ ته راټیټ شوی

(Last Updated On: December 5, 2019)د وارداتي اوړو د بیو د لوړوالي له کبله په …