عاجل خبرونه

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو بې وخته وتل د اندېښنې وړ خبره ده- افغان سفیره

(Last Updated On: October 17, 2019)

په امریکا کې افغان سفیرې د اتلانتیک شورا ته د وینا پر مهال د امریکا له پانګونې او سرښندنې ستاینه کړې او څرګندوي، چې افغان ځواکونو د هغوی ترڅنګ د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې ډېره قرباني ورکړې ده.

په امریکا کې د افغانستان سفیرې رویا رحماني اتلانتیک شورا ته په وینا کې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د افغان او امریکایي  ځواکونو سرښندنې ستایلي.

هغه ټینګار کړي، چې افغانستان له امریکا سره اوږد مهاله اړیکې غواړي.

په امریکا کې د افغانستان سفیرې رویا رحماني ویلي؛ له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو ناڅاپي وتل د دې هېواد په تړاو د پاتې کیدو لپاره د امریکا ژمنې تر پوښتنو لاندې راوستې دي. حتا له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو مخکې د ترکیې پوځ په سوریه کې پرمختګ وکړ او له یو میلیون زیات کسان مهاجر شول.

میرمن رحماني ټینګار کړي، چې دا مهال افغان ځواکونه د جګړو په میدان کې له ترهګرو سره جنګیږي.

هغې زیاته کړې؛ د خلکو باور دا دی، چې د جګړو د پای لپاره یوازې سیاسي حل لار شته او بس.

میرمن رویا دا هم ویلي؛ افغانان غواړي جګړو ته له سیاسي لارې پای ورکړي. زمونږ هېواد وال پوهیږي ، چې یوازې زمونږ ځواکونه نشي کولی ټولو ننګونو ته حل لار پیدا کړی؛ نو هغوی په ټاکنو کې په خپل ګډون وښوده، چې د ستونزو د حل لپاره نورې لارې هم شته.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ یو ځل بیا د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو پر ویستو ټینګار کړی دی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

ادریس زمان په بهرنیو چارو وزارت کې پر( قومي چاڼ) تورن شو

(Last Updated On: November 11, 2019) د ولسي جرګې یو شمېر غړیو ویلي، چې د …