تازه خبرونه
په افغانستان کې باید امریکا نه، بلکې روسیه، هند او پاکستان وجنګیږي- ترمپ
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د نوي کال د کابینې په لومړۍ ناسته کې د خبرو پرمهال وویل: هند هلته(افغانستان) دی، روسیه شته، چې یو مهال شوروي اتحاد و، د افغانستان جګړې ترې روسیه جوړه کړه او کمزوري شول. پاکستان هم هلته دی؛ دوی باید په افغانستان کې جنګ وکړي.
ترمپ دغه راز په افغانستان کې د خپلو سیمه ییزو ملاتړ کوونکیو په ځانګړي توګه د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي هغو مرستو ته په نغوته کې، چې څو ځله یې ترې ورته یادونه کړې ویلي، چې په افغانستان کې یې یو کتابتون جوړ کړی. په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د دغه کتابتون ټول لګښت د امریکا د پېنځه ساعتونو له لګښت سره برابریږي.
دغه راز ښاغلی ترمپ په افغانستان کې د خپل پخواني دفاع وزیر له کړنو ناخوښی دی.
جنرال جیمز متیس، چې په افغانستان او عراق کې د لیوني سپي نوم خپل کړی؛ ترمپ یې د افغانستان په جګړه کې ناکام بولي او له همدې کبله یې له اړوند دندې لیرې کړ.
د ملي وحدت حکومت ځانګړیو مشسرانو تل ویلي، چې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې طالبانو او داعشیانو پر ماشو ګوتې ایښي او له یو او بل سره له میاشتو راپدیخوا جنګیدلي دي. د امریکا متحده ایالات امر کوي، چې امریکایان باید د دغو سیالو ډلو د جګړې ډګر ته وردننه نشي او پریدي، چې دواړه ډلې تر وروستۍ سلګۍ وجنګیږي؛ ځکه دواړه د امریکایانو دښمنان دي.
ترمپ زیاته کړې، چې: طالبان مو دښمانان دي. داعش مو دښمنان دي. څلور پېنځه اوونۍ مخکې مې خپلو جنرالانو ته یوه سیمه وښوده، چې طالبان هلته دي او داعشیان هلته دي او دواړه له یو او بل سره په کې جنګیږي. ما وویل؛ ولې یې نه پریدو، چې په خپلو کې وجنګیږي؟ ولې یې مونږ د جګړې ډګر ته ورودانګو؟
د افغانستان په روانه جګړه کې د ترمپ بې حوصلګي پر داسې مهال راڅرګندیږي، چې د افغانستان د سولې استازی یې له میاشتو میاشتو راپدیخوا له طالبانو او د اړوند سیمې له هېوادونو سره پر خبرو اخته پاتې شوی او تازه ناسته به یې هم ډېر ژر په جده کې له طالب استازیو سره تر سره شي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ