Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د مور بم کارول د امریکایي ځواکونو ستر بریالیتوب دی-ترمپ

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2017-04-14-12h18m36s102

د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د مور بم کارول د امریکایي ځواکونو ستر بریالیتوب نومولی.

دونالد ترمپ د خپلو ځواکونو د ستایلو ترڅنګ ویلي، چې د تېرو اته کلونو په پرتله امریکایي ځواکونو د یادولو وړ لاسته راونې لرلي دي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د ګرجستان له بېړنیو ځواکونو سره په یوه ناسته کې د مور بم د کارولو عملیات د امریکایي ځواکونو  بریالیتوب وګاڼه او په ډاګه یې کړه، چې تر امر لاندې ځواکونو ته یې بشپړ صلاحیت ورکړی دی.

د امریکا پر وخت سهار وختي د دغه هېواد د سپینې ماڼۍ ویاند شان اسپایسر اعلام کړه، چې د امریکا پوځیانو په افغانستان کې ستر غیراتومي بم د داعش پر سنګرونو کارولی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر وایي؛ د دغه بم  له کارولو څخه مو ستره موخه د داعش د هغو تونلونو او سمڅو له منځه وړل ول، چې داعشیانو د افغان او امریکایي ځواکونو په وړاندې ترې ګټه پورته کوله.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې د ویکیلیکس افشاکوونکي او د CIA استخباراتي سازمان پخوانی کارکوونکي ادوارد سنودن ویلي، چې پر مور بم ویجاړشوي تونلونه د مجاهدینو پر مهال په ۱۹۸۰ کال کې د امریکا پر پوځي مرستې جوړ شوي ول.

امریکا ویلي؛ GBU-43  بم، چې د ټولو بمونو د مور بم په نوم پېژندل کیږي ۱۱ ټنه دروند او د نورو غیر اتومي بمونو په پرتله ډېر ویجاړوونکی هم دی.

د مور بم د جوړولو کار په ۲۰۰۳ کال کې د عراق د جګړې لپاره پیل شو؛ خو تر دې دمه د جګړې په ډګر کې کارول شوی نه و.

ویل کیږي ، چې  مور بم ۱۶ میلیون دالر لګښت لري.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط مطبوعاتو ته ویلي، چې د دې بم د غورزولو لپاره د څو اوونیو راپدیخوا پر پلان کار کیده.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!