عاجل خبرونه

په جوزجان کې د داعشیانو په نښته کې دوه ازبکستاني وګړي وژل شوي

(Last Updated On: April 08, 2018 4:07 pm)

د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش ډلې ترمنځ د خپلمنځي شخړې له کبله دوه ازبکستاني وګړي وژل شوي دي.

په جوزجان کې د داعش ډلې د یوه قومندان قاري حکمت له وژلکیدو وروسته د ازبکستانيو داعشیانو او د داعش ډلې د تازه مسوول قاري حبیب الله ترمنځ ناندرې زیاتې شوې دي.

 د جوزجان والي مرستیال عبدالرحمن محمودي وایي، د دغو ډلو ترمنځ د نښتې له کبله دوه ازبکستاني غړي وژل شوي دي.

په درزاب کې امنیتي سرتېری همایون پرسیمه ییز او مرکزي حکومت نیوکه کوي او وایي، چې: له دیارلس ورځو راپدیخوا د داعشیانو تر محاصرې لاندې یو او دا ډله مو په ۵۰ کیلومترۍ کې ده.

نوموړی زیاتوي؛ مرستې ته راغليو سرتېرو هم تر دې دمه کوم کار نه دی کړی.

د جوزجان ولایتي شورا غړی نجیب الله هم د دغه ولایت په ځینو برخو کې د ناامنیو پر زیاتیدو اندېښنه لري.

د جوزجان والي مرستیال د امنیتي ځواکونو محاصره ردوي او وایي: د دغې ولسوالۍ ډېرې سیمې د داعش له شتون پاکې شوې دي.

هغه په دې ولایت کې د پراخو عملیاتو پر تر سره کولو ټینګار هم ښکاره کړې دی.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …