عاجل خبرونه

په روان کال کې به د هېواد ټوله فضا تر څارنې لاندې راشي- حبیبي

(Last Updated On: February 12, 2018 3:48 pm)

د افغانستان د هوايي چلند خپلواکې ادرې مسوولین وايي، د هوايي ترانزیت له لارې د عوایدو د زیاتید لپاره به په روان کال کې د هېواد ټوله فضا د را دارو له لارې تر څارنې لاندې راشي.

د هوايي چلند د خپلواکې اداري چارواکي وايي؛ تر هغې، چي ټوله فضا مو تر خپلې څارنې لاندې رانشي؛ د عوایدو ډېریدل هم ناشوني دي.

د هوايي چلند د خپلواکې ادارې رییس محمود شاه حبیبي وایي؛ د کابینې لخوا د هېوا د هوايي ډګرونو لپاره ۱۵۰ میلیون  دالر منظور او له یوې فرانسوي کمپنۍ سره د رادار جوړولو په اړه خبرې  روانې دي، چې ښه نوي او وروستي جوړشوي رادارو نه ترې واخلو.

هغه زیاتوي، د افغانستان د دې سترې بېخبنایي پروژې لپاره به مونږ د نړي تر ټولو نوي او معیاري  رادار د هېواد د ټولي فضا څارنې ته وپېرو، چې له دې سره به مو هم هوایي خدمتونه نه یوازې سم شي، بلکې عواید مو هم ورسره ډېریږي.

ښاغلی محمود شاه حبیبي دا هم په ډاګه کړې، چې د هېواد د فضایي څارنې لپاره له ۱۲- ۱۵ پورې رادار وړاندیز شوي دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان د افغان حکومت لپاره د هوايي ډګرونو د رادارونو پروژه مهمه بولي او وایي، چې حکومت باید دا کار ډېر پخوا کړی وای.

د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش واي؛ که مونږ دې پروګرام ته ډېر پخوا پام کړی وای، اوس به مو د هېواد ټوله فضا تر خپلې څارنې لاندې وه او په ملکي او پوځي برخو کې به مو خورا مهم رول لوبه ولی شو.

د هوايي چلند خپلواکه اداره وایي؛ تر یوه بریده اوس هم د کارګو او هوايي ترانزیت په برخه کې ستونزه شته، چې د دغو رادارو له فعالیدو سره به زمونږ ټولې اړوند  ستونزې په ټوله معنا حل شي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

حکومت د باریک آب صنعتي پارک ځمکې صنعت کارانو ته ورکوي

(Last Updated On: September 22, 2018 7:49 pm) د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، ۶۵ …