عاجل خبرونه

په غور کې یوې ۱۷ کلنې نجلې ځانوژنه کړې

(Last Updated On: فبروري 7, 2018)

د غور امنیه قومندانۍ ویاند آریانا نیوز ته ویلي دي، چې د غور ولایت د فیروز کوه ښار د سنګبار په کلې کې مهمانګل نومې  ۱۷ کلنې نجلۍ د مږو دارو خوړلي او خپل خوږ ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د غور امنیه قومندانۍ ویاند  محمد اقبال نظامي زیاتوي دې نجلۍ د خپلو ستونزو له امله ځانوژنه کړې ده.

د نظامي په وینا؛  نوموړې روغتون ته هم لیږدول شوې وه؛ خو ژوند یي له لاسه ورکړی دی.

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د نجونو ځانوژنه ډېره شوې، چې ورته یوه پېښه په سرپل ولایت کې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ ځانوژنه ده، چې د کورنیو ستونزو له کبله یې د مږو دارو خورلي وه.  

په هېواد کې کورنې ناخوالې، بېوسي، بې کسي او نا سم دودونه د ورته پېښو ستر لاملونه ګڼل کیږي.

About Ariana News

Check Also

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب …