عاجل خبرونه

په بغلان کې وسلوال طالبان د نشه یي توکو له قاچاقګرو سره مرسته کوي

(Last Updated On: July 14, 2018 4:30 pm)

د بغلان امنیه قومندان وایي، د بغلان په لویو لارو کې وسلوال طالبان د نشه یي توکو له قاچاقګرو سره مرسته کوي.

د بغلان امنیه قومندان جنرال اکرام الدین سریع وایيٍ، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په لار کې د پام وړ هڅې شوي؛ خو طالبان د خپلو ګټو لپاره له لویې لارې څخه د نشه یی توکو د قاچاق په وخت کې امنیتي ځواکونه بوخت ساتي او بریدونه کوي.

نوموړي په ډاګه کړې، چې د بغلان د لویې لارې په اوږدو کې ناامني د نشه یی توکو له قاچاق سره تړلې ده.

هغه دا ټینګار هم کړی، چې وسلوال مخالفین نشي کولی په دې ولایت کې د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د هڅو مخه ونیسي او دغه ځواکونه به نور هم ګړندي ګامونه پورته کړي.

هغه دغه راز څرګنده کړې، چې جګړه او د نشه یی توکو قاچاق په دې ولایت کې د یوې سکې دوه مخونه دي.

د چارواکو په وینا؛ په بغلان کې د نشه یي توکو کښت تر اوسه نه دی صفر شوی؛ خو د کروندو د له منځه وړلو او قاچاقګرو د نیولو په موخه چټکه مبارزه روانه ده.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …