عاجل خبرونه

په غزني کې ۵ سرتېري او ۱۱ وسلوالو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: March 10, 2018)

د غزني والي ویاند نوري ویلي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د زنخان ولسوالۍ پر امنیتي پوسته برید کړی؛ خو له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل او په کې دوه سرتېري او ۵ وسلوال وژل شوي دي.  

هغه زیاتوي، په دې نښته کې درې سرتېري او شپږ وسلوال ټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا؛ په وژل شویو وسلوالو کې درې پاکستانيان هم شامل دي.

طالبانو تر دې دمه د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

کابل او لس نور ولایتونه به تر ناڅرګند وخته بې برښنا وي

(Last Updated On: September 16, 2019)د افغانستان برښنا شرکت وایي، له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا …