Connect with us

تازه خبرونه

له طالبانو ملاتړي هېوادونه پر کږه لار روان دي- عبدالله عبدالله

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس وایي: کوم هېو ادونه، چې د خپلو ګټو لپاره له طالبانو ملاتړ کوي، پر کږه لار روان دي؛ ځکه، چې د ناامنه افغانستان په شتون کې به سیمه امن نه شي.

د پخواني جهادي قومندان ایت الله بهشتي( شورای انقلاب اتفاق افغانستان بنسټوال) په یوویشتم تلین کې اجرائیه رییس عبدالله عبدالله پرته له دې، چې د کوم هېواد نوم واخلي وویل؛ هر هېواد، چې خپلې ګټې د افغانستان په ناامنیو کې لټوي، تېروتي دي.

نوموړی وایي، د یوې ترهګرې ډلې د له منځه وړلو لپاره باید بله ترهګره ډله پیاوړې نه شي.

هغه له داعش سره د مبارزې لپاره د سیمه ییزې اجماع وړاندیز هم وکړ.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په ډاګه کړه، چې داعش ته د هڅو زمینه هم هغو هېوادونو برابره کړې، چې افغانستان یې د جګړې پر ډګر بدل کړی دی.         

د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش وایي، د سیاسي او ټولنیزو بدلونونو په اړه قضاوت له وخت مخکې دی. مونږ عادت شوي یو، چې له تفکر او اسنادو پرته قضاوت کوو. قضاوت باید ناپېیلی وی پرته له دې، چې وویل شي؛ څوک دی او څه کار کوي.

د غونډې ویناوال وایي؛ په نظام کې  ځینې کړۍ نه غواړي، چې ستونزې حل شي.

د احمدشاه مسعود د بنسټ رییس احمدولي مسعود وایي، زمونږ اصلي دښمن، زمونږ پټ دښمن په مونږ کې دننه دی، چې نورو ته د وضعیت د بحراني کیدو زمینه برابروي.          

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي له ستونزو څخه د وتو لار د خلکو یووالي بولي او وایي، قومي نفاق او قومي اختلافاتو ته طرحې پلې کیږي؛ دیني علما باید د خلکو په پوهولو کې خپله دیني او انساني دنده تر سره کړي.      

په دغه راز مراسمو کې ویناوال تل د خلکو او سیاسي مشرانو ترمنځ پر یوالي ټینګار کوي او دا کار له بحرانه ورته د وتو یوه غوره لار ښکاري.

خبریاله: لیدا نیازی

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!