په بغلان کې طالبانو ۱۲ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: January 28, 2020)

د بغلان امنیتي سرچینې څرګندوي؛ د پلخمري ښار پر درېیم امنیتي ماموریت د وسلوالو طالبانو د برید له کبله لس سرتېري وژل شوي، دوه ټپیان دي.

امنیتی چارواکي په دې برید کې د امنیتي سرتېرو مرګ و ژوبله مني؛ خو یوه سرچینه، چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، په وژل شویو کې د درېیم ماموریت آمر احمد فرید اندرابي هم شته.

په بغلان کې د امنیه قومندانۍ ویاند احمدجاوید بشارت ويلي؛ د طالبانو دغه برید د بغلان ـ سمنګان د لویې لار د پلخمري د خواجه الوان په اړوند سیمه کې د سې شنبې پر شپه پر درېیم امنیتي ماموریت شوی، خو د جزئیاتو له څرګندونو ډډه کوي.

د بغلان د عامې روغتیا مشر داکتر محب الله حبیب ويلي، امنیتي ځواکونو په پیل کې دغه روغتون ته دوه ټپيان او اووه مړي ورلیږدولي، چې د ټپيانو روغتیاي حالت هم د اندېښنې وړدی.

د هغو سرتېرو کورنۍ، چې په دغه برید کې ورته مرګ و ژوبله اوښتي وايي؛ یوه سرتېري، چې له طالبانو سره یې لاس درلود طالبانو ته یې پرماموریت د برید زمینه برابره کړې ده.

د یوه سرتېري د کورنۍ غړي ويلي، له برید وروسته دغو سرتېرو ته مرستندوی ځواکونه نه دي ورغلي.

وسلوالو طالبانو د برید مسوولیت پرغاړه اخیستی او وايي، چې ۱۷ پولیس وژل شوي او پوځي وسلې او تجهیزات ترې نیول شوي دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د بغلان ـ کندوز پر لویه لار طالبانو د پلټنې پوسته جوړه کړې

(Last Updated On: February 16, 2020) د بغلان ـ کندوز پر لویه لار د پلخمري …