تازه خبرونه
له اداري فساد سره چټکه مبارزه اړینه ده- ینس ستولتنبرګ
د ناتو سرمنشي له آریانا نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې خبرداری ورکړ، چې که په افغانستان کې له اداري فساد سره چټکه مبارزه ونه شي؛ نو له دې هېواد سره به مالي مرستو ته د نړیوالې ټولنې لیوالتیا له منځه ولاړه شي.
ینس ستولتنبرګ په دې مرکه کې د امنیتي بنسټونو پر فساد نیوکه کوي او وایي، چې په افغانستان کې له فساد سره مبارزه یوه ډېره جدي مساله ده. زه په دې برخه کې د حکومت د مشرانو له دې ژمنې، چې پریکنده عمل کوي؛ ستاینه کوم او مونږ باید د دې ننګونې په وړاندې مبارزه وکړو. د همدې لپاره د حکومت له فساد ضد شورا او بایو متریک سیستم هرکلی کوو. دغه ګامونه د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د فساد د کموالي او د خیالي سرتېرو له تشخیص سره مرسته کوي. اداري فساد د افغان ځواکونو ظرفیتونو ته ګوزار ورکوي او په اوږدمهال کې له افغانستان سره د مالي مرستو د برابرولو لپاره د نړیوالې ټولنې علاقه کموي.
د نوموړي د ټینګار له مخې؛ ناتو به په داعش ضد عملیاتو کې ګډون ونه کړي؛ ځکه، چې افغان ځواکونه په یوازې سر کولی شي دغه عملیات رهبري کړي.
د هغه په وینا؛ د ناتو ماموریت په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او ور سره مرسته ده. افغان ځواکونه مسلکي او زړور دي، چې توانیدلي د ترهګرو په ځانګړي توګه د داعش خلاف ښه عملیات تر سره کړي. د همدې لپاره ناتو هم له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي. د همدې عملیاتو له کبله وه، چې داعش په افغانستان کې خپل حضور کم کړی او یوازې د افغانستان په محدودو ساحو کې حضور لري؛ خو باید دغه ګواښونه جدي ونیسو.همدا لامل دی، چې ناتو له افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ ته دوام ورکوي. امریکا هم د ناتو غیر متحد هېواد په توګه په افغانستان کې داعش ضد عملیاتو کې شریک دی.
د ناتو په وروستۍ ناستې کې په ډاګه شوې، چې، ناتو او متحدین به یې په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره پاتې وي، او د افغان ځواکونو د سلا مشورو او روزنې ماموریت ته به دوام ورکوي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ