Connect with us

تازه خبرونه

په تاجکستان کې د داعشیانو برید له افغانستان سره تړاو نلري- ملي دفاع وزارت

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي؛ د تاجکستان پوله ساتي ځواکونه ادعا کوي، چې شل داعشیان د کندوز له قلعه زال څخه دې هېواد ته ور اوښتي دي.

د تاجکستان دولتي خبرځي څرګنده کړې، چې د چارشنبې ورځې په لومړیو کې یوې وسلوالې ډلې له ازبکستان سره په پوله کې پر تاجکي ځواکونو برید کړی دی.

رسمي سرچینو د بریدګرو شمېر ۱۵ کسان ښوودلی، چې لږ وروسته د تاجکي پوله ساتو ځواکونو مطبوعاتي دفتر په ډاګه کړه، چې د لومړنیو څېړنو له مخې او د نیول شویو کسانو د اعتراف پربنسټ ټول برید ګر د داعش غړي وه.

دې مرکز دا هم ویلي، چې هغوی د افغانستان  له قلعه زال څخه د نوامبر پر ۳ د تاجکستان قبادیان سیمې ته ورغلي وه، چې له پلازمېنې دوشنبې دوه سوه کیلو متره لیرې پرته ده.

د ملي دفاع وزارت ویاند  روح الله احمد‌زی د تاجکي پوله ساتو ځواکونو دې ادعا ته په غبرګون کې ویلي؛ دا شل داعشیان په تاجکستان کې ول او د هغه هېواد پر یوې پوستې یې برید کړی، چې له افغانستان سره کوم تړاو نلري او تراوسه هم معلومه نده، چې دوی د کوم هېواد وګړي وه.

کارپوهان باوري دي، چې له تاجکستان سره په پوله کې د داعش حضور د شوروي تر نفوذ لاندې هېوادونو ته د خطر زنګ دی.

تر برید لاندې راغلې د عشق آباد سرحدي پوسته د رودکي اړوند سیمې ته نږدې ده، چې د پلازمېنې دوشنبې په سویل لویدیځ کې پرته ده.

د تاجکي ځواکونو مطبوعاتي دفتر زیاته کړې، چې بریدګرو پېنځه میله اتومات وسلې له دې پوستې وړي دي.

د دولتي سرچینو په وینا، د انتظامي او امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۵ برید ګر وژل شوي او ۵ نور ونیول شول.

په دې عملیاتو کې یو پوله ساتی سرتېری  او یو پولیس وژل شوي دي.

د ولسمشر سلاکار نبي مصداق ویلي؛ داعشیان د پاکستان له پولو افغانستان ته راغلي او اوس هڅول کیږي، چې له دې ځایه د تاجکستان خاورې ته وردننه او خپل عملیات پیل کړي.              

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، څلور برید ګر د رودکي د ایسنبای په کلي کې د تېښتې پر مهال نیول شوي دي.

د دې وزارت ویب سایت د برید تصویرونه خپاره کړي، چې په کې څلور موتر له منځه تللي او څو مړي هم لیدل کیږي. د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت وایي، دا موتر او مړي د بریدګرو دي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!