د تخار سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو په تخار ولایت کې د وسلوالو طالبانو یوه اته کسیزه ډله نیولې ده.
د تخار والي ویاند محمد جواد هجري ویلي؛ نیول شویو کسانو غوښتل د دغه ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې ترورستي بریدونه تر سره کړي، چې موخې ته له رسیدو مخکې د ملي امنیت د ځانګړیو ځواکونو لخوا ونیول شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د غزني ولایت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د طالبانو د رسنیو د چلوونکي قاري جلال له نیولو خبر ورکړی دی.
د دغو پېښو په اړه تر دې دمه طالبانو څه ندي ویلي.