عاجل خبرونه

په تخار کې د امنیه قومندانۍ د معتمد له کوره وسلې او مهماتو تر لاسه شوي

(Last Updated On: October 23, 2017)

د تخار ولایت پولیسو د امنیه قومندانۍ د تخنکی مدیریت د معتمد له کوره نه یوازې لسګونه میله غیرقانوني وسلې او مهمات نیولي، بلکې  په ډېر شمېر د پولیسو یونیفورم، د دولتي وسایطو پلیتونه، دوه رنجر موتر او یو موتر سایکل هم تر لاسه شوي دي.

د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر وایي، د امنیه قومندانۍ تخنیکي مدیریت معتمد بریالي ۸ کاله دغه دنده ترسره کړې وه؛ خو څه وخت مخکې یې پر ډزو یو ساتنمن ټپي شوی و او پولیس د ده د نیولو لپاره کورته ورځي، چې د پلټنې پر مهال یې له کوره ۵۰ میله بېلابېلې وسلې، په ډېر شمېر مهمات، دوه رنجر موتر او یو موتر سایکل تر لاسه کیږي.     

د تخار ولایت د پوځي څارنوالۍ رییس احمد الله رشیدي له قانون څخه د پولیسو سرغړونو اندېښمن کړی او وایي، چې د روان کال له پیله  د پولیسو لسګونه کارکوونکي د بېلابېلو تورنو له کبله نیول شوي دي.  

په تخار کې د مدني ټولنو رییس زمان خان د پولیسو په لیکو کې له ستونزو اندېښمن شوی او وایي، داسې کسان هم شته، چې د پولیسو له نامه ناوړه ګټه پورته کوي.  

له دې مخکې هم پولیسو د پولیسو د ځانګړې قطعې له الکولي مشروباتو ډک یو موتر نیولی و او دغه راز د تخار د برې کوکچې د څو کسو پوځیانو له نیولو هم خبر ورکړ شوی و، چې طالبانو ته یې وسلې او مهمات لیږدول.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې ځانمرګي ۶۰ کسانو ته مرګ و ژوبله رامنځته کړې

(Last Updated On: September 17, 2019)کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې نن له غرمې …