نن حاجيان د عرفات په ډګر کې دي

(Last Updated On: اګست 31, 2017)

سږ کال د بېلابېلو اسلامي هېوادونو دوه ميلیون کسان حج ته ورغلي؛  گڼو حاجيانو پرون په مسجد حرام کې له لمانځه وروسته منی ته مخه کړه، په منی کې له شپې تېرولو وروسته نن سهار په جوپو جوپو، پلي او سواره د تلبيې او تکبير له ويلو سره د عرفات غونډۍ ته رسیدلي  او تر ماښامه به دلته وي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم په مکه کې سخت امنیتي تدابير نيول شوي دي.

د کورنيو چارو د وزارت وياند منصور الترکي د رويترز خبري آژانس ته دا هم وږیلي، چې د حاجيانو ساتنه او پالنه د دوی لومړنی مسووليت دی.

د نوموړي په وینا؛ مونږ تل څه د پاسه سل زره امنيتي ځواکونو ته  د حج په مراسمو کې د امنیت په ګډون د  بېلابېلو برخو سپارښتنې کوو؛ خو لومړیتوب یې امنیت دی.

په عرفات ډګر کې له راټولیو سره سم (د ذي الحجې پرنهمه ) پرکعبې شريفې نوی غلاف(څادر) راتاویږي او دا دود هرکال په همدې ورځ ترسره کیږي. پر نوى څادر(غلاف ) ٨٦ کارپوهانو کار کړى او پر کارونې يې ٦٧٠ کیلو ورېښم کار او ایاتونه پرې پر سرو زور ليکل شوي دي. ٢ کروړه او ٢٢ لکه رياله لگښت پرې راغلى او دې څادرته کسوه الکعبه ويل کيږي.

د اضحيې د حلالېدو وخت:  د اضحيې د حلا لیدو وخت د لوئ اختر له سهاره  کېږي بيا د درېيمي ورځي تر لمر لویدو لږ مخکي ختميږي؛ خو د ښارونو اوسیدونکیو ته روا نده، چې د اختر له لمانځه مخکي اضحيه حلا له کړي. د صحرا او سیدونکي کولاى سي، چي حلاله يې کړي؛ ځکه هلته د اختر لمونځ نه کېږي.

 سبا د لوی اختر لومړۍ ورځ ده

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …