عاجل خبرونه

په تخار کې د جنبش اسلامي پلویانو له عبدالرشید دوستمه خپل ملاتړ څرګند کړ

(Last Updated On: مې 28, 2017)

په تخار کې  د جنبش اسلامي پلویانو پخپل لاریون کې حکومت تورن کړ، چې دوستم ته یې دسیسه جوړه کړې ده.

په یو شمېر شمالي ولایتونو کې د جنرال عبدالرشید دوستم په ملاتړ د لاریونونو پر دوام دا ځل په تخار ولایت کې خلکو لاریون وکړ.

د جنبش ملاتړيو لاریون کوونکیو ویلي، چې د ولسمشر له لومړي مرستیال سره بې عدالتي روانه ده او حکومت باید دغه لانجه پای ته و رسوي.

لاریونوالو خبرداری ورکړ، چې که حکومت او ولسمشر د عبدالرشید دوستم پر خلاف له دسیسو لاس په سر نه شي، د خلکو له غبرګون سره به مخ شي.

لاریون کوونکیو په ډاګه کړې، چې د عبدالرشید دوستم لارښوونې ته په تمه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې عبدالرشید دوستم څو ورځې مخکې د درملنې لپاره ترکیې ته تلی؛ خو نوموړی تېر کال د محمد ایشچي لخوا پر جنسي تېري هم تورن شوی دی.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …