عاجل خبرونه

ښایي یو شمېر نوماندان د نورو په ملاتړ تېر شي- حکمتیار

(Last Updated On: June 21, 2019)

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار وايي، چې د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندان د نورو په ملاتړ له خپلې نوماندۍ تېریږي.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ۱۸ نوماندان ولاړ دي. ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رييس عبدالله هم د نوماندانو په ډله کې دي؛ خو د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار، چې ولسمشریزو ټاکنو ته هم ولاړ دی وايي، چې ښايي یو شمېر ټاکنیزې ډلې د نورو په ملاتړ تېرې شي.

د هغه په باور؛ داسې هڅې روانې دي، چې ولسمشریزې ټاکنې باید په لومړي پړاو کې بریالی ولري او دوه یم پړاو ته اړتیا پیدا نشي.

ښاغلی حکمتیار وايي؛ له نورو ټاکنیزو ډلو سره هرې هوکړې ته چمتو دی.

دی وايي، چې حاضر دی له نورو ټاکنیزو ډلو سره د اوسني حکومت پر بدیل او یا هم لنډمهالي حکومت خبرې وکړي.

ګلبدین حکمتیار د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو له شورا سره همغږۍ دی او وايي، چې ولسمشر غني باید په واک کې نه وي او د لږ وخت لپاره لنډ مهالی حکومت باید رامنځته شي.

د ولسمشرۍ یو شمېر نوماندان سر له اوسه د ټاکنو پر کمیسیون نیوکه کوي او څرګندوي؛ د دوی غوښتنې بابیزه ګني او په وینا یې، چې په ټاکنو کې د پراخو درغلیو وېره هم لري.

ټاکل شوې، چې ولسمشریزې ټاکنې به د تلې پر شپږمه تر سره شي؛ خو په ټاکنو کې د حکومت د لاسوهنې په اړه اندېښنې پخپل ځای دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوه غړي ادعا کړې، چې حکومت د دوی په چارو کې لاسوهنه کوي.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Avatar

Check Also

د نظام الدین قیصاري پر کور عملیات د محکمې له سند پرته تر سره شوي – پلاوی

(Last Updated On: January 23, 2020)په بلخ کې د نظام الدین قیصاري پر کور په …