عاجل خبرونه

مسکو په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو غوښتنه لري- پوتین

(Last Updated On: July 4, 2019)

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، چې د افغانستان– روسیې د دیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې نمانځغونډې ته خبرې کولې؛ ټینګار وکړ، چې باید ژرتر ژره سولې ته د رسېدو لپاره د افغانانو تر منځ پراخ بنسټه خبرې  پیل شي.

د سولې خبرو په پنځ(اوج) کې د سیمې هېوادونه ورو– ورو د جګړې پای ته رسولو لپاره جدي دریځ څرګندوي؛ د افغانانو خپلمنځي ناستې ته د آلمان په کوربتوب له چمتووالي وروسته روسیه اوس غواړي، چې په افغانستان کې جګړه ودریږي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي؛ مونږ غواړو، چې په افغانستان کې پوځي مقابله ودریږي او د پراخ بنسټه خبرو اترو غوښتونکي یو او هیله ده، چې په دې په خپلمنځي خبرو کې ټول سیاسیون او د ټولنې بېلابېلې پوړۍ شاملې وي، پیل شي.

د روسیې ولسمشر د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې هم چمتوالی څرګند کړ او له افغانستان څخه یې د ملاتړ ټټر وواهه.

نوموړي زیاته کړې، چې سږ کال مونږ له افغانستان سره د  دیپلوماتیکو اړیکو کلیزه نمانځو؛ مونږ د یوه سوله ییز او خپلواک افغانستان لپاره، چې له ترهګرۍ او نشه یي توکو له جرمونو پاک وي، مرسته کوو.

روسیې د طالبانو او ناحکومتي افغان سیاسي چارواکو تر منځ د دوه ناستو کوربتوب کړی، چې د سولې خبرو اترو په تړاو یې سلا مشورې ترسره کړې. اوس به وکتل شي، چې روسیه د افغانستان په سوله کې څه ډول رول لوبوي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې د یوې ډوډۍ وزن له ۲۲۰ ګرام څخه ۱۸۰ ته راټیټ شوی

(Last Updated On: December 5, 2019)د وارداتي اوړو د بیو د لوړوالي له کبله په …