ټاکل شوې، چې په ۱۱ ولایتونو کې به ۲۹ پرمختیايي پروژې پلې شي

(Last Updated On: August 12, 2018 6:23 pm)

د کلیو د پراختیا وزارت وایي؛ په یوولس ولایتونو کې د ۲۹ پرمختیايي پروژ تړونونه له رغنیزو شرکتونو سره لاسلیک شول، چې درې سوه میلیون افغانۍ به پرې ولګیږي.

په دغو ۲۹ پرمختیايي پروژو کې کانالونه، سربندونه، سړکونه او استنادي دیوالونه شامل دي، چې ګټه به یې اووه شپېته زره کسانو ته ورسیږي.

د کلیو د پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي وایي؛ له خلکو او قراردادیانو غواړو، چې د دغو پروژو د با کیفیته پلي کولو ډاد راکړي.

ښاغلی کریمي زیاتوي، چې په تېرو کلونو کې د پروژو کیفیت ته بشپړ پام نه کیده.

نوموړي هغو شرکتونو ته، چې دغه پروژې پلې کوي وویل: د تړون موادو ته ژمن پاتې شئ او د پروژو کیفیت ته جدي پاملرنه وکړئ.

قراردادي شرکتونو هم ډاډ څرګند کړی، چې د پروژو غوره پلي کولو ته به ډېر پام راواړول شي.

د خصوصي شرکت رييس عثمان وایي؛ مونږ ژمن یو، چې راکړشوې پروژې به سمې او له کیفیته ډکې پلې کوو.

د پروان د پرمختیايي شورا غړی نورآغا وایي: د دغو پروژو پلي کیدل به مو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

د کلیو د پراختیا وزارت په تېره یوه نیمه لسیزه کې په ليرې پرتو سیمو کې ځينې لویې او وړې پروژې پلې کړي؛ خو ځينې وخت دغه پروژې په لنډه موده کې له کاره لویدلي او خلکو ته یې دوامداره ګټه نه رسیږي.

About Ariana News

Check Also

حکومت او طالب استازیو د سولې په اړه د مشورې هوکړه کړې- روسیه

(Last Updated On: September 23, 2018 3:37 pm) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی …