Connect with us

تازه خبرونه

ټاکل شوې، چې د شنبې پر ورځ د سولې اووم پړاو خبرې پیل شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ټاکل شوې، چې د شنبې پر ورڅ( د چنګاښ ۲۹) د طالب استازیو او امریکایانو تر منځ د اووم پړاو خبرې پیل شي.

د شنبې پر ورځ طالب استازي او امریکایان بیا د قطر په دوحه کې د اووم ځل لپاره خپلمنځيو خبرو ته کیني او پر اختلافي مسایلو؛ د ځواکونو د ویستو لپاره پر مهالوېش او په ترهګرۍ ضد هڅو کې د ښکېلتیا پر تضمین بحث او خبرې کیږي.

طالبانو منلې، چې سبا د شنبې پر ورځ به له امریکایي پلاوي سره د طالب استازیو لخوا د قطر په مرکز دوحه کې د اووم پړاو خبرې پیل شي.

په کابل کې لدې ناستې تمې ډېرې زیاتې دي او ځینې؛ خو وایي، چې دا خبرې برخلیک ټاکوونکې دي.

یو شمېر سرچینو ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته په خپل سفر کې حکومتي مشرانو او سیاسي څېرو ته قناعت ورکړی، چې له ټاکنو مخکې له طالبانو سره هوکړې ته چمتو شي؛ خو  د اووم پړاو پیلیدونکیو خبرو په تړاو ناهیلۍ هم زیاتې دي.

په کابل کې دا تمې هم شته، چې د دې پړاو خبرې به ډېرې ګټورې ثابتې شي او دا هم ویل کیږي، چې ښایي دا ځل ناسته برخلیک ټاکوونکي ووسي.

د حزب اسلامي غړی همایون جریر وایي: که د اووم پړاو خبرې له تمې سره سمه پایله ولري؛ د افغانانو تر منځ خبرو ته به زمینه برابره کړي.     

دې ناستې ته د خوشبینو تر څنګ ناهیلۍ هم شتون لري، نا هیلۍ دا دي، چې که  دا خبرې بې پایلې پاتې شي، د سولې بهیر به له بندون سره مخ شي.

سیاسي مخکښ نظر محمد مطمئن وایي، چې که په اووم پړاو خبرو کې طالبان او امریکایان غوره پایلې ته ونه رسیږي؛ ډېر احتمال شته، چې د طالب او امریما تر منځ د سولې په خبرو کې اوږد ځنډ رامنځته شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو  کابل ته په خپل وروستي سفر کې هیله څرګنده کړه، چې په شاوخوا درې میاشتو کې به له طالبانو سره یو جورجاړي ته ورسیږي. هغه دا هم ویلي؛ دوی چمتو دي، چې ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، خو په وینا یې دا پرېکړه به مشروط وي.

زلمي خلیلزاد ویلي؛ تر هغې، چې پر ټولو مواردو هوکړه نه وي شوي، په هیڅ مورد هوکړه نکیږي. یعنې پر څلور واړو خبرو باید یوه هوکړه وشي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!