عاجل خبرونه

محمد محقق د ثبات او همپالنې له ټاکنیزې ډلې ښکاره ملاتړ څرګند کړ

(Last Updated On: August 23, 2019)

محمد محقق د جمعې پر ورځ( د وږي لومړۍ) د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې له ټاکنیزې ډلې سره یو ځای شو.

نوموړی، چې مخکې د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال په ټاکنیزه ډله کې دوه یم مرستیال و؛ له هغې ډلې لار بېله کړه او وایي، چې د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله اوس د تېر په پرتله پیاوړې شوې ده.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې غړی محمد محقق زیاتوي، چې د اوسنیو بدمرغیو عامل ښاغلی غني دی او دا حالت باید له ټاکنو وروسته ښه شي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشرعبدالله عبدالله هم له خپلې ډلې سره د محقق یو ځای کیدل ستر ګام بولي.

محمد کریم خلیلي د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې بل غړی دی، چې د ژمنو پر ماتیدو او خلکو ته په بې پامۍ نیوکې کوي.

هغه اوسنی حالت ماتیدونکی بولي او را روانې ټاکنې له کړکېچه د وتو یوازنۍ لار بولي.

تر اوسه له ټاکنو مخکې زلمی رسول له خپلې نوماندۍ تېر شوی او له دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې خوا ته درېدلی دی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې ځانمرګي ۶۰ کسانو ته مرګ و ژوبله رامنځته کړې

(Last Updated On: September 17, 2019)کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې نن له غرمې …