Connect with us

تازه خبرونه

کابل د افغان او پاکستانیو چارواکو د سولې د خبرو د عملي پلان کوربه دی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، چې د سولې د خبرو د عملي پلان په ترڅ کې د کابل او اسلام آباد تر منځ د باور پر رامنځته کیدو سربېره به پاکستان هم وهڅول شي، چې له افغانستان سره د سولې او ثبات په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان او پاکستان د سولې د خبرو عملي پلان په اړه لومړۍ غونډه د یکشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۳۱) په کابل کې جوړه او په کې د پاکستان اته ویشت سیاسي او پوځي استازیو ګډون کړی دی. غونډه په پېنځه کمیتو کې پر سوله، سیاسي او امنیتي اړیکو‎، اقتصاد او د کډوالو پر مسایلو  خبرې کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي څرګنده کړې؛ له دغې ناستې موخه داده، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ډاډمنه فضا رامنځته او پاکستان د اوسنۍ جګړې  په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

پاکستانی پلاوی له افغانستان سره د سولې په برخه کې د همکارۍ له پیغام سره راغلی او تمه ښيي، چې د خبرو د عملي پلان په پلي کیدو به د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ اړیکې کوشیر شي او مثبتې پایلې ته به ورسیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله تهمینه جنجوعه وایي؛ هیله مو دا ده، چې په ګډو کاري ډلو کې به کار وکړو. نه غواړم، چې پر ستونزو خبرو وکړم. تمه مو داده، چې د افغانستان او پاکستان په لومړیتوبونو، سولې، امنیت او اقتصاد کې پر مهمو مسایلو مثبتو پایلو ته ورسیږو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې د پاکستاني پلاوي کوربه دی، چې په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته د افغانانو د اعترض خیمه اوس هم ولاړه ده.

د سولې کاروان غړي له پاکستان څخه غواړي، چې د افغانستان د جګړې له تودولو لاس واخلي.

د سولې کاروان مشر اقبال خیبر وایي؛ ټاکل شوې مونږ پاکستان ته یو لیک وسپارو، چې د افغانستان د جګړې رښتیا وپېژني او د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

په تېره څه باندې یوه نیمه لسیزه کې د افغانستان او پاکستان سیاسي اړیکې له ډېرو هسکو او ژورو تېرې شوې دي.

د سولې، خبرو او همکاریو عملي پلان د کابل او اسلام آباد د اړیکو د تودولو او د ستونزو د اوارۍ لپاره را منځته شوی دی.

خبریال: باعث حیات

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!