تازه خبرونه
یونس قانوني( د بُن ناستې ناویلې) راښکاره کړې
د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال محمد یونس قانوني د پنجشنې پر ورځ( د وري ۳۰) د بُن ناویلو خبرو تر سرلیک لاندې ناستې ته په خبرو کې په ډاګه کړه؛ کله، چې امریکا او متحدانو یې په افغانستان کې د طالبانو رژیم د راپرځولو پرېکړه وکړه؛ نو د نورو چارو په وړاندې پاکستان په دې فکر مخالفت وکړ، چې له طالبانو پرته به په افغانستان کې بل څوک ونلري.
دغه راز څرګندوي؛ اسلام آباد د بُن ناستې د تخریب هڅه کوله، چې په افغانستان کې ولسواک حکومت جوړ نه شي او جګړې هم روانه پاتې شي.
د بن ناستې ناویلې خبرې دغلته را برسېره کیږي، چې حامد کرزی څرنګه تر ارګه ورسید؟
د پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال یونس قانوني وایي؛ د لنډمهاله ادارې جوړولو لپاره حامد کرزی د پاکستان د استخباراتو د رییس په وړاندیز د بُن ناستې ته وروپېژندل شو.
د ښاغلي قانوني په خبره؛ کله، چې پاکستان د امریکا او متحدانو په وړاندې په دریدو کې بریالی نشو؛ د طالبانو د رژیم پرځیدو لپاره له امریکا او متحدانو سره ودرید؛ خو شرط یې دا و، چې د طالبانو بدیل په حکومت کې پښتون محوري رول کې وي او حامد کرزی د هغه په خبره د پاکستان د استخباراتو د رییس احسان الحق په وړاندیز د بُن ناستې ته وروپېژندل شو.
د ښاغلي یونس قانوني په وینا؛ دا په دې معنا نه، چې حامد کرزی د ای اس ای طرفدار دی، بلکې پاکستان نه غوښتل، چې د متحدې ټلوالي کوم شخصیت مطرح شي.
دا، چې آیا د بن د ناستې له پایلو سره سم عمل وشو او که څنګه؟
ښاغلي یونس قانوني د بُن ناسته د پاکستان د ورانکاره هڅو د شنډیدو په برخه کې لویه لاسته راوړنه وبلله؛ خو څرګندوي، چې د بُن له ناستې وروسته حکومت د دې ناستې له فرصتونو ګټه پورته نکړای شوه او ځینو حکومتي مشرانو د متحدې ټلوالې د حذف هڅې وکړې.
ښاغلی قانوني زیاتوي؛ د پاکستان د هغه وخت ولسمشر پرویز مشرف یوه طرحه درلوده، چې له مخې یې امریکا باید په افغانستان کې د اوږدې مودې حضور ونلري او پاکستان به بیا د طالبانو، القاعده او آی ای اس آی مثلث رهبري کړي.
خبریاله: لیدا نیازۍ
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ