یو نړیوال بانک په هېواد کې پر لویو پروژو پانګونه کوي

(Last Updated On: June 12, 2018 5:03 pm)

د ماليې وزارت چارواکي وايي، د آسیا بنسټیزې پانګونې بانک لیواله دی، چي په افغانستان کې ځینې مهمې اقتصادي پروژې پلې کړي.

د ماليې وزارت وايي، د آسیا د بنسټیزې پانګونې بانک چارواکو چین ته د ماليې وزیر په وروستي سفر کې ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به ځینې اقتصادي پروژې پلې کړي.

مسوولین وایي، په دې پروژو کې د ننګرهار ولایت په حصارشاهي صنعتي پارک او د لغمان ولایت د باباصیب دښتو کې د لمریزې برښنا د تولید او ریل پروژې راځي.

د ماليې وزارت د څرګندونو له مخې، پر دغو پروژو لسګونه میلیون دالرلګښت راځي.

د ماليې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی وایي؛ د آسیا د بنسټیزې پانګوني بانک به په افغانستان کي د برښنا د تولید او ریل په برخه کې پروژې پلي کړي او مونږ به هغه فرصتونه، چې د پانګونې وړتیا لري نورې هم دوی ته وروپېژنو.

د سوداګرۍ خونه د ماليې وزارت له دغه ګام هرکلی کوي او څرګندوي؛ حکومت کولی شي، چې دغه بانک په نورو برخو کې هم پانګونې ته وهڅوي.

د سوداګرۍ خونې ویاند صیام پسرلی وایي؛ مونږ د ماليي وزیر له دغه ګامه هر کلی کوو. دغه ستر مالي بنسټونه کولی شي، چي د هېواد په اقتصاد او د پانګوڼې په شته فرصتونو کې رغنده رول ولوبوي او په افغانستان کي پانګونه وکړي.

د آسیا د بنسټیزې پانګونې بانک  یو پلاوی د روان میلادي کال په لومړیو کي افغانستان ته راغلی و، چې د پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو ارزونه وکړي او ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکې کې یو، بل پلاوی هم کابل ته راشي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ نیویارک ته رسیدلی

(Last Updated On: September 24, 2018 2:35 pm) ترمپ به د ملګرو ملتونو په عمومي …