Connect with us

تازه خبرونه

یو شمېر نوماندانو په ټاکنیزو هڅو کې قانون نقض کړی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مني، چې د ولسي جرګې ځینو نوماندانو په ټاکنیزو کمپاینونو کې د ټاکنو قانون تر پښو لاندې کړی؛ خو هغه شکایتونه به ونه څېړل شي، چې اسناد ونلري.

په کابل ښار کې ټاکنیزو کمپاینونو نوی رنګ او نوی شان خپل کړی؛ ځینو نوماندانو او ملاتړیو یې د تبلیغاتو لپاره له هر غوراوي کار اخیستی او د خلکو پر ملکیتونو خپل ټاکنیز توکي ځوندوي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وایي؛ ځینو نوماندانو، چې ټاکل شوې ولسي جرګې ته به لار پیدا کړي، سر له اوسه قانون تر پښو لاندې کړی دی.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړې حمیرا حقمل وایي: مونږ هغه نوماندان هم وینو، چې د ملت کور ته روان دي؛ خو قانون نه پېژني. دوی د خلکو پر ملکیتونو خپل ټاکنیز توکي تپي، ځوړندوي او په دې توګه د ټاکنو قانون تر پښو لاندې کوي.              

ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ته ځینې شکایتونه رسیدلي؛ خو اسناد نلري. اوس کمیسیون خبرداری ورکوي؛ هغه شکایتونه نه څېړل کیږي، چې اسناد ونلري له همدې کبله باید شکایت کوونکي اړوند کمیسیون ته له اسنادو سره ورشي.

آغلې حمیرا حقمل زیاتوي؛ هر هغه شکایت به واخیستل شي، چې اسناد ولري. له سند پرته شکایتونه نه ساتل کیږي او نه پرې غورکیږي.   

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مني، چې ښایي را روانې ټاکنې په بشپړ ډول رڼې او عادلانه نه وي؛ خو په خبره یې هیله دا ده، چې ټاکنې په پرتلیز ډول عادلانه تر سره شي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رییس عبدالعزیز آریایي وایي: د ولسي جرګې په ټاکنو کې د میرمنو ګډون به د روانو ټاکنو مشروعیت ډېر کړي.         

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون له سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو او خلکو سره خبرې اترې پیل کړي، چې ټول همغږي شي او د درغلیو مخه ونیسي.

خبریال: باعث حیات

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!