Connect with us

تازه خبرونه

پر پوځي مرکزونو بریدونه د طالبانو نوې جنګي تګلاره ده

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

انځور د بلخ ولایت پوځي مرکز دی

د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه مرکز په وروستي برید کې له زر ډېرو جنګیالیو ونډه  اخیستې وه.او طالبان غواړي،  چې د خپلې نوې جنګي تګلارې له مخې یو– یو پوځي مرکز په نښه کړي.

د کندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د کرزیالي پر مرکز برید د همدې تګلارې یوه برخه ده، چې په کې لسګونه سرتېرو ته مرګ و ژوبله واوښته.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وایي؛ د کرزیالي پر پوځي مرکز له بریده خبر وو؛ زمونږ قطعه وجنګیده، په وروستي برید کې له زر ډېرو جنګیالیو برخه اخیستې وه، خو بریالي نشول، چې پوسته مو ونیسي.

د نوموړي په وینا؛ دا جنګیالي د کندهار ولایت له ګاونډ ولایتونو راټول شوي وه.

دا، چې ولې جګړه ګړندۍ شوې؛ د ملي دفاع وزارت مرستیال مرستیال د ناامنیو ستر عامل پاکستان ګڼي او د جګړې د پراختیا لپاره د  اسلام آباد تازه پروګرام داسې په ګوته کوي:

اوس په پاکستان کې مدرسې رخصت شوي او ورته ویل شوي، چې په افغانستان کې وجنګیږي.

هغه څرګنده کړې، چې په پاکستان کې د مدرسو تړل کیدو؛ په افغانستان کې ګواښونه ډېر کړي دي.

ملي دفاع وزارت د دې لپاره، چې پر پوځي مرکزونو د نورو خونړیو بریدونو مخه نیول شوي وي؛ په دې مرکزونو کې د ځواکونو شمېر زیاتوي، استحکامات او تدبیرونه زیاتوي او له هر پوځي مرکز څخه هوایی او ځمکنی ملاتړ برابروي.

پخوانی پوځي اسد الله ندیم وایي، باید د ملي اردو د جګړې بڼه بدله شي؛ که ګړندۍ هڅې ونشي د ملي ځواکونو ځاني زیانونه به نور هم ډېر شي.        

د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې مخکې هم طالبانو دوه ځله پر پوځي مرکزونو ورته بریدونه کړي دي، چې ډېر تلفات یې اړولي وه. داسې ښکاري، چې حکومت دې په برخه کې تجربه هم حاصل کړې.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!