عاجل خبرونه

لس ورځې وروسته به ګلبدین حکمتیار په کابل کې را څرګند شي

(Last Updated On: اپریل 21, 2017)

vlcsnap-2017-04-21-18h02m45s11

د حزب اسلامي یو لوړپوړی غړی وایي، حکمتیار به لومړی په ننګرهار او وروسته په کابل کې څرګند شي او د دغه ښار په غازي لوبغالي کې به وینا وکړي او له هغه ځایه بیا ارګ ته ځي.

حکمتیار  له حکومت سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ؛ خو تر اوسه خلکو ته را څرګند شوی نه دی او د حزب اسلامي سرچینې یې په اړه بېلابېل معلومات ورکوي.

د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي رییس امین کریم بیا بل ډول وایي، حکمتبار به لومړی په کابل او وروسته جلال آباد کې را څرګند شي او بیا به لغمان ته ولاړشي او له دې وروسته به په کابل کې ظاهر شي.

د حزب اسلامي غړی الله ګل مجاهد وايي، د افغانستان ۶۰ سلنه له حکمتیار سره ولاړ دي او له سل زره کسانو سره به افغانستان ته رادننه کیږي او په کابل ستیدیوم کې به وینا وکړي.

په کابل کې خلک د حکمتیار په غاړه بیلابیل نظریات لري او وایي، په افغانستان کې رهبرانو غلا او وژنې کړي او کوم ښه کار یې تر سره کړی نه دی.

سرچینې وایي، په کابل او لغمان ولایتونو کې د حکمتیار د اوسیدو لپاره څو ځایونه په پام کې نیول شوي او حکومت د هغه د امنیت ساتنې ډاډ ورکړی دی.

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …